کوچیان

ارزګان کې کوچیان: د طالبانو حکومت مو هم هېڅ ستونزه حل نه کړه

اطلاعات روز: کوچيان د هېواد په بیلابیلو برخو کې ژوند کوي تر ډېره په حکومتي سيستم کې برخه نه اخلي او د خپل ژوند چارې د مالدارۍ څخه پر مخ وړي.

د ارزګان د کوچيانو په امريت کې لسګونه کوچيانو د اعتراضيه غونډې پر مهال له دولت څخه ګيله وکړه چې ستونزو ته يې هېڅ پاملرنه نه کوي.

دوی زياتوي د ښوونې روزنې، روغتيا او ګڼو نورو برخو کې ستونزې لري خو دولت بيخي له پامه غورځولي دي او ستونزو ته يې غوږ نه نيسي.

دغه کوچيان د مرستو پر ويش هم نيوکه کوي او زياتوي چې وروستيو وچکاليو يې څړځايونه له منځه وړي دي او باید ورسره بشرې مرستې وشي.

د دې اعتراض‌کوونکو کوچیانو یو مشرعبدالقیوم وايي: «هر حکومت چې بدل شي خو زموږ همدغه خاورې په خوله دي هر ځای ته چې ورشو وايي ته څوک يې موږ چې دلته راشو نه مو والي ته څوک پريږدي نه مو قومندانۍ ته مړه کيږو خو ټوله خو خدای ته وګورئ زموږ ستونزې را حل کړئ. دغه حکومت چې راغلی دی موږ ته هيڅ حق نه دی راکول شوي موږ خپل حق غواړو نه واکسين راته رسيدلی دی نه مرستې راته رسيدلي دي په هيڅ برخه کې موږ ته پاملرنه نه ده شوې. يو څوک دی ووايي چې موږ د کوچیانو سره په دغه برخه کې مرسته وکړه.»

دغه کوچيان وايي سرپنا نه لري او د شنه اسمان لاندې ژوند کوي. دوی وايي د ورښتونو پرمهال له زياتو ستونزو سره مخ وي.

دغو کوچيانو مرستندويه ارګانونه په توپیري چلند تورن کړل او له طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د سرپنا او مرستو په برخه کې ورته پاملرنه وکړي.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې یو بل تن شاه خان وويل: «د سرپنا ځای نه لرو. ماښام باران راباندې اوسي سهار خپل ټول د کور سامان لمر ته واچوو مرستندويه ارګانونه د کوچي کلي ته نه ورځي کوچي څه ګنا کړې ده؟ موږ ته په ۵۰۰۲ کورونو باندې لس ګونې غنم رسيدلي دي. ته ووايه دغه لس ګونې غنم زه چاته ورکړمه. د الله ج څخه ويره وکړئ زموږ غږ واورئ او ستونزې مو حل کړئ.»

په ورته مهال مسولین هم د کوچيانو شته ستونزې مني او زياتوي چې د دوی ستونزې يې د ولايتي مسولينو سره شریکې کړې دي.

د ارزګان د کوچيانو امريت امر امين الله نظام وايي، هڅه کوي چې په ټولو برخو کې د کوچيانو په مخ کې پرتې ستونزې تر لوړپوړو چارواکو ورسوي ترڅو هغوی يې د حل په برخه کې اقدام وکړي.

نوموړي وويل: «موږ د د دولتي ادارو همداراز د موسیساتو سره په جريان کې يو تراوسه د کوچيانو سره کومه مرسته نه ده شوې. لس ګونې غنم ورته رسيدلي دي اوس به هم موږ د دوی ستونزې بیا تر مسولينو پورې ورسوو.»

هڅه مو وکړه چې د دغو کوچيانو ستونزې د ارزګان د ولايت مقام سره هم شریکې کړو خو په نظر اخيستلو يې بريالي نه شو.

تردې مخکې د دغه ولايت کوچيانو ادعا کوله چې تيرو جګړو او وچکالۍ يې څړځايونه له منځه وړي دي چې له امله يې دوی اړ شوي خپل مالونه په نيمه بیې وپلوري.