بې ځایه شوي

ننګرهار کې له جګړو کډه‌شوې ۵۰۰ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي

اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په ننګرهار کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې ۵۰۰ کورنۍ بیرته خپلو مېنو ته ستنې شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست طالب مسوولین وایي، له دغه ریاست سره د همکارو موسسو په مالي مرسته د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د جګړو له امله شاوخوا ۵۰۰ داخلي بیځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رئیس اکرام الدین مفتون اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هغه کورنۍ چې د تیرو جګړو پر مهال یې د استوګنې کورونه ویجاړ شوي وو، له هغوی سره د لارې د کرایې ترڅنګ د جګړو له امله د زیانمنو شویو کورونو د جوړیدو په برخه کې له زرو تر پنځه زره امریکایي ډالرو مرسته هم کیږي، تر څو په دغه پیسو خپل کور اباد کړي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس اکرام الدین مفتون زیاتوي: «د طالبان د نظام په رامنځته کیدو سره چې اوسمهال په ټولو سیمو کې امنیت دی او ټول خلک ارامه ژوند لري نو هغه کورنۍ چې د تیرو جګړو پرمهال د ننګرهار له یو شمیر ولسوالیو او نورو ولایتونو ننګرهار ته راکډه شوې وې، بیرته خپلو مېنو ته ستنې شوي دي او دا شمیره شاوخوا ۵۰۰ کورنیو ته رسیږي له دغه کورنیو سره د لارې د کرایي ترڅنګ دکور دجوړولو لپاره نغدي مرسته هم کیږي.»

د کډوالو چارو ریاست طالب مسولین وایي، په یادو کورنیو کې د ننګرهار له بیلابیلو ولسوالیو سربیر د نورو ولایتونو زرګونه کورنۍ هم شاملې وې چې د جګړو له امله دغه ولایت ته راکډه شوې وې.

د تیرو جګړو پرمهال خوږیاڼي،شیرزاد، حصارک، هسکه مېنه، پچیراګام او د ننګرهار یو شمیر نورې هغه ولسوالۍ وې، چې رزګونه کورنۍ یې د جګړو له ویرې جلال اباد ښار او یا نورو سیموته بیځایه شوي وو.

ظاهرالله د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، خپلې مېنې پریښي او اوس په سختو حالاتو کې د ژوند شپې سبا کوي.

د نوموړي په خبره جګړو ترې ډک کورونه پاتې کړل او یواځې دوی د خپل سر په خوندیتوب بریالي شول، خوګیله لري چې هېڅ مرسته نه ده ور رسېدلې، بلکې ډیر کله د دوی په نوم شوې مرستې د شخصي روابطو پر اساس د ځایي ملکانو له خوا پر خپلو خپلوانو ویشل کیږي.

ظاهرالله زیاته کړه: «ننګرهار کې چې څوک د جګړو له امله بیځایه شوي یو ته یې هم په سم ډول مرسته نه ده ورسیدلې او ټول له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي، ځکه د جګړو پرمهال له مونږ ډک کورونه پاتې شول او ځانونه مو خوندي ځایونو ته ورسول، خو تراوسه مرستې نه دي شوي چې زمونږ په درد دوا شي او ډیر کله د بیځایه شویو په نامه مرستې د سروې د ټیمونو له لوري او د ځایي ملکانو په همغږۍ هلته په خپلو خپلوان ویشل کیږي، چې مستحق نه دي له حکومت غواړو چې مونږ سره مرسته وکړي.»

بل لور د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، پر داسې یو پلان کار کوي، چې له مخې به یې د ننګرهار سربیره د هیواد په نورو ولایتونو کې هم داخلي بیځایه شویو کورنیو ته بیرته خپلو سیمو ته د تګ زمینه برابره کړي.

عبدالمطلب حقاني زیاته کړه:«د افغانستان د کډوالو او بیرته راستیدونکو چارو وزارت په پلان کې لري، چې ټولو داخلي بیځایه شویو کورنیو ته چې د تیرو جګړو پرمهال نورو سیمو ته بیځایه شوي داسې یوه زمینه برابره کړي، چې بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي او هلته خپل ژوند پیل کړي، نو په دې برخه کې له ځینو نړیوالو او همکارو موسسو سره په تماس دي، چې مرستې راجلب کړي.»

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مسولین داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تیرو جګړو پرمهال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ګڼ شمیر خلکو کورونه ویجاړ شوي او اوسمهال د ساړه ژمي په دې موسم کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.