افغانستان

امریکا کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه تړل شوي

اطلاعات روز: واشنګټن کې د افغانستان ډیپلوماټانو ویلي، امریکا د افغانستان سفارت رسمي بانکونو حسابونه تړلي دي.

د افغانستان دوه لوړپوړي ډیپلوماټان چې نه یې دې غوښتي نومونه یې واخیستل شي، د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته تایید کړې چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت او متحده ایالتونو کې د افغانستان دوو قونسلګریو بانکي حسابونه تړلي دي. د دوی په وینا چې د دې تړل‌کېدو له یوې میاشتې زیاته موده کېږي.

دغو ډیپلوماټانو دغه راز ویلي چې د دې موضوع په اړه امریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي.

له دې ډیپلوماټانو یوه یې له دې بیان سره چې امریکایي چارواکو ډیپلوماټانو ته سپارښتنه کړې چې د دې موضوع په اړه په ښکاره خبرې و نه کړي، ویلي: «موږ د امریکا بهرنیو چارو وزارت سره خبرې کړي، خو تراوسه هېڅ پرمختګ نه دی شوی.»

د امریکا غږ راپور له مخې، واشنګټن کې د افغانستان استازولي له کابله چې د طالبانو کنټرول کې ده، بودجه نه ترلاسه کوي او تراوسه یې د قنسولي چوپړونو لګښتونو کمولو له لارې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

د امریکا غږ په وینا، اوسمهال د امریکا قنسولګریانې یوازې د پاسپورټونو تمدید غوښتنو ته دوام ورکوي او لګښت یې شخصي بانکي حسابونو ته غورځوي او بیا په پای کې د سفارت عواید حسابوي.

د افغانستان ډیپلوماټانو ویلي چې د افغانستان سفارت رسمي بانکي حسابونو تړلو د سفارت په مالي راکړو ورکړو له هغې ډلې په حقوقو، اجاره او د مراقبتي بیمو په ورکړو نامطلوبه اغېز کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده؛ خو ویلي یې دي: «د افغانستان ماموریت غړو د اعتبارورکولو وضعیت کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.»

هغه ډیپلوماټان چې پناه غوښتنې پسې دي

واشنګټن کې د افغانستان سفارت، په نړۍ کې د افغانستان سفارت د ډېرو نورو استازولیو غوندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سره له همکارۍ ډډه کړې ده.

ډیپلوماټان وایي چې هغوی د افغانستان اسلامي جمهوریت استازي دي. هغوی په ورته مهال وایي چې پناه غوښتنې پسې دي.

امریکا کې د افغانستان دوو ډیپلوماټانو ویلي چې لږ تر لږه دریو نورو ډیپلوماټانو چې د واشنګټن کې یې سفارت کې کار کوو، له کاناډا یې د پناه غوښتنه کړې ده او نور د اوږد اقامت ټاکلو ارزونې پسې دي.

یو له ډیپلوماټانو ویلي: «ښکاره ده چې موږ افغانستان ته نه شو ګرځېدلی… موږ دلته د ټولو ډيپلوماټانو راتلونکي لپاره یو حل پسې یو.»