امنیت شورا

دیبورا لاینز نړیوالې ټولنې ته: پر افغانستان ځینې اقتصادي بندیزونه نرم کړئ

اطلاعات روز: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې له نړیوالو غوښتي چې افغانستان سره خپل ژور ملاتړ ته دوام وکړي او ځینې اقتصادي بندیزونه نرم کړي.

دیبورا لاینز له نړیوالې ټولنې دغه غوښتنه پرون (چهارشنبه، د سلواغې په ۶مه) په یاده غونډه کې کړې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې پر طالبانو غږ کړی چې د ټولو افغانانو د مساوي حقونو د خوندي کولو لاره خپله کړي.

اغلې لاينز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ناستې ته ویلي: «جګړه ختمه شوه، خو سوله نه ده تحکیم شوې.»

دغه راز نوموړې ویلي اوس د دې وخت دی چې طالبان د باور پر بنسټ حکومت وکړي، نه د ویرې پراساس. هغې طالبانو ته د حکومت جوړښت په اړه زیاته کړې چې: «ټول شموله وي، د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د ملي پخلاینې لپاره یو افغاني ډیالوګ پیل کړي.»

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې سرمنشي انتونیو ګوتيریش د ښځینه فعالانو د تښتولو په راپورونو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاينز په دې اړه ویلي: «هیڅ افغان باید دشپې لخوا د دروازې د ټکولو له کبله په ویره کې ژوند ونه کړي او هیڅ کورنۍ باید د خپلو عزیزانو د ځای او برخلیک په اړه بې معلوماتو پاته نشي.»

ښځینه فعالانې تمنا زریاب پریاني له دریو خوېندو سره او پروانه ابراهیم‌خېل چې د طالبانو حکومت پر سیاست او کړنو یې اعتراضونه کول، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې کابل کې وتښتول شوې. ادعا کېږي چې دغه فعالانې طالبانو تښتولي خو طالبان یې ردوي.