یوناما

د خبریالانو خبري‌ناستې لغوه‌کېدل؛ ملګري‌ملتونه: طالبان دې هغوی چې متفاوت اندونه لري، نه‌محدودي

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي (یوناما) د طالبانو له خوا د رسنیو خبري ناستې د جوړولو مخنیوی د بیان ازادۍ محدودیت بللی او له دې ډلې یې غوښتي چې هڅه و نه کړي هغه کسان چې فکر کوي توپیري نظرونه لري، محدود کړي.

دې دفتر نن (پنج‌شنبه، د سلواغې په ۷مه) په یو ټوېټ کې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان وګړو منځ کې له خبرو اترو ملاتړ وکړي.

ټاکل شوې وه چې د خبریالانو او رسنیو فدراسیون خبري ناسته پرون (چهارشنبه، د سلواغې په ۶مه) کابل کې ترسره شي، خو د دې فدراسیون په وینا، طالبان د دې ناستې مانع شوي او ویلي یې دي چې د هغوی له اجازې پرته باید کنفرانس ترسره نه شي.

د بیان ازادۍ کور هم د دې ناستې لغوه کېدل د طالبانو له خوا د بیان ازادۍ پر حریم ښکاره تېری بللی او له دې ډلې یې غوښتي چې له دې زیات، د بیان ازادي تر پښو لاندې نه کړي.

د بیان ازادۍ کور زیاته کړې چې د طالبانو دا کړنه د اسلو وروستي کنفرانس کې د دوی د مشرانو له ژمنو سره په ښکاره تضاد کې ده.

دې بنسټ له طالبانو غوښتي چې له دې زیات د بیان ازادي چې د افغانستان خلکو ګډه لاسته راوړنه ده تر پښو لاندې نه کړي او د وحشت فضا له رامنځته کېدو دې ډډه وکړي.

د بیان ازادۍ کور دغه راز له نړیوالې ټولنې، کابل کې د اروپا اتحادیې استازولۍ او له یوناما غوښتي چې له ډیپلوماټیکو لارو چارو د خلکو غږ له خپه‌کېدو وژغوري.

طالبانو تراوسه د خبریالانو پرونۍ کېدونکې ناستې د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.