کتابتون

ننګرهار کې طالب مسوولینو د عامه کتابتونونو غني‌کولو هڅې پیل کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعات فرهنګ ریاست طالب مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د یاد ریاست اړوند د عامه کتابتونونو د غني کیدو هڅې پیل کړي دي.

دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر امرالله امید اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، اوسمهال د یاد ریاست له لوري د ننګرهار په خوږیاڼو، غني خیلو، هډې فارم او د مرکز جلال اباد ښار اړوند عیدګاه سیمه کې څلور عامه کتابتونونه لري.

نوموړی وایي، د یادو کتابتونو له جوړیدو یې موخه د مطالعې فرهنګ دودول او کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅول دي.

امرالله امید زیاتوي: «د ننګرهار د اطلاعات فرهنګ ریاست اړوند د ننګرهار په خوږیاڼو، غني خیلو، عیدګاه مسجد او هډې فارم کې څلور کتابتونونه جوړول شوي او هدف دا دی چې څو خپل ځونان کتاب لوستنې ته وهڅو او له دې لارې د مطالعې فرهنګ په ټولنه کې دود کړو او لا په دې هڅه کې یو چې د کتاب لوستنې په برخه کې ډیر کار وکړو، څو په ټولنه کې دمطالعې فرهنګ لا دود شي.»

نوموړی وایي، یوازې د مرکز جلال اباد ښار اړوند عیدګاه کتابتون کې یې د بیلابیلو ژبو شاوخوا لس زره کتابونه شتون لري.

د امرالله امید په خبره د یادو کتابونو ډیره برخه یې د کتاب راټولونې کمپاین پرمهال د پوهنتون د استاد له لوري راټول شوي او بیا یې عامه کتابتون ته سپارلي دي.

د امرالله امید په خبره د یادو کتابونو ډیره برخه یې د کتاب راټولونې کمپاین پرمهال د پوهنتون د استاد له لوري راټول شوي او بیا یې عامه کتابتون ته سپارلي دي.

ښاغلی امید وایي، دې ولایت کې یې د عامه کتابتون دغني کیدو په موخه هڅې پیل کړي، چې په دې لړ کې تازه د یو فرهنګي فعال غلام جیلاني له لوري د اطلاعات فرهنګ ریاست کتابتون سره د ۱۰۴۰ جلده کتابونو مرسته کړې.

امرالله امید زیاتوي: «زمونږ هڅه دا ده چې دا عامه کتابتونه لا غني شي او هر ډول کتابونه په کې ځای پر ځای کړو، څو له دې لارې دلته هر ډول کتابونه شتون ولري اوسمهال به عیدګاه کتابتون کې تر لس زرو پورې د بیلابیلو ژبو کتابونه شته او دا د پوهنتون استادانو د یو کمپاین پرمهال دغه کتابتون ته سپارلي دي او اوس تازه یو فرهنګي فعال د ۱۰۴۰ کتابونو مرسته کړې چې په کې د بیلابیلو ژبو کتابونه شامل دي او لا هڅه کې یو، چې عامه کتابتون کې د کتابونو زیات شي.»

په همدې حال کې لیکوال او ژورنالېست باز محمد عابد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د عامه کتابتون پر غني کیدو ټنیګار وکړ او ویې ویل، په دې برخه کې مرسته به په یاد کتابتونو کې د کتابونو په برخه کې شته تشه را ډکه کړي.

باز محمد عابد زیاته کړه: «د عامه کتابتون سره د کتابونو په برخه کې مرسته یاد کتابتون لا غني کړي او همدارنګه له دې وړاندې هلته دکتابونو کمبود موجود وو، خو زما هیله له نورو خلکو هم دا ده چې باید د عامه کتابتون سره د کتابونو په برخه کې مرسته وکړي، مثال څوک په کور کې اضافه کتابونه لري نو لازمه ده ورته چې باید هغه کتابونه دغه عامه کتابتونه وسپاري چې خلک ترې ګټه واخلي.»

نوموړی وایي، د نوي تحول په رامنځته کیدو سره زیاتره ځوانانو کتاب لوستنې ته شاه کړې، خو دوی هڅې پیل کړي چې د کتابونو د مختلفو نندارتونو، تیاتر او نورو لارو ځوانان د کتاب مطالعې ته وهڅوي.