ګوترش

ګوترش: د افغانستان اقتصاد سقوط مخنیوي لپاره باید هر څه ژر نغدې پیسې تزریق شي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګرترش وایي، د افغانستان اقتصاد د سقوط مخنیوي لپاره باید په چټکۍ سره نغدې پیسې زرق شي.

هغه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د سلواغې) یو ټوېټ کې لیکلي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او د سقوط حال کې دی.

ګوترش د افغانستان اقتصاد ته د نغذو پیسو په هر څه ژر ورکولو ټینګار سره، خبرداری ورکړی چې وخت مهم دی او له ګام پورته کولو پرته، «ژوند له منځه ځي، ناهیلي او افراطیت پراخېږي.»

پر کابل د طالبانو واکمنېدو سره، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان مرکزي بانک نږدې لس مېلیارده ډالر ذخیره چې د دې هېواد بانکونو کې ساتل کېده، وتړله.

د اقتصادي پوهانو په وینا، د دې پیسو کنګل کېدو، د افغانستان اقتصاد پاشل کېدو ګواښ سره مخ کړی دی.

تازه د افغانستان بانک یا مرکزي بانک عالي شورا مخکیني غړي شاه محرابي کنګل شویو پیسو ته په اشارې ویلي چې متحده ایالات کولی شي د افغانستان اقتصاد له پاشل‌کېدو وژغوري.

هغه په یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان د اقتصاد کړکېچ درمل «نیویارک کې بند دي.»

د هغه په وینا، د افغانستان مرکزي بانک باید د پولي سیاست عملیات افغانیو پر وړاندې د امریکا ډالرو کنټرول او له تورم څخه مخنیوي لپاره ترسره کړي؛ خو خپلو ډالري ذخیرو ته د نه لاسرسي سره، د بازار ثبات لپاره د دې حیاتي کړنې په ترسره کېدو نه توانېږي.

محرابيی وړاندې کړی چې متحده ایالات دې د افغانستان مرکزي بانک ته د محدوده لاسرسي، نظارت او په میاشت کې د ۱۵۰ میلیون ډالرو په شرط د افغانستان بهرنیو ذخیرو ته ورکړي.

د هغه په وینا، د افغانستان مرکزي بانک دې سیاست د بیې ثبات ساتنې او د نږدې راتلونکي کړکېچ مخنیوي لپاره مرسته کوي.