ننګرهار پاسپورټ

ننګرهار کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ وځنډیده

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په دې ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ د روانې «دلوې/سلواغې» میاشتې تر ۲۲مې نېټې وځنډوله.

امنیه قوماندانۍ څخه نن (دوشنبه، ۱۱ د سلواغې) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاسپورټ د وېش ټولې اداري چارې به تر یادې مودې ځنډېدلي وي او د بیا پیل لپاره به یې وروسته پرېکړه نیول کېږي.

خبرپاڼه کې د دې لړۍ د ځنډ لامل نه دی ښودل شوی، خو د پاسپورټ له غوښتونکو یې غوښتي، چې تر ټاکلې نېټې یادې ادارې ته مراجعه ونکړي.

د یادونې ده چې له ننګرهار وړاندې په کابل کې هم د پاسپوټونو د ویش لړۍ دریدلې وه.

بل لور ته بیا عام خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې ژر دې د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل او خلکو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.