پکتیکا

د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې ځايي خلکو ملي بيرغ پورته کړی

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په يوې ګڼ نفوسه ارګون  ولسوالۍ کې لسګونه کسانو د هيواد درې رنګه ملي بيرغونه را ايستلي او پر خپلو هټيو يې لګولي دي.

د ارګون ولسوالۍ يو اوسېدونکي منور مبارز اطلاعات روز ته وويل، چې هټۍ والو او لاسي کراچۍ پلورونکو د ځايي طالبانو له غبرګون پرته ملي بيرغ را ايستلی او په خپلو دوکانونو يې ځوړند کړی دي.

د نوموړي په وينا چې تر اوسه د دې اقدام په وړاندې د طالبانو ځايي مسوولين چپ دي او له کوم مخالفت پرته خلک هڅه کوي، دا لړۍ نورو سيمو ته هم وغځوي.

و مو غوښتل چې په دې اړه د پکتيکا ولايت د طالبانو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی مو تر اوسه مسيج ته ځواب نه دی ويلی.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له ټولو دولتي ادارو او نورو ځايونو د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ ښکته شوی او پرځای يې سپين بيرغونه پورته کړي دي.