محاهد

د طالبانو ویاند: د تېر حکومت د ټولیزو رسنیو قانون بې‌عیبه دی

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وایي، د ټولیزو رسنیو هغه قانون چې تېر حکومت کې جوړ شوی و، مطالعه کړی یې دی.

هغه دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، د سلواغې په ۱۳مه) یوې ناسته کې چې کابل کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له خوا جوړه شوې وه، وکړې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو له نظره دغه قانون کومه ستونزه نه لري.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د مجاهد له خولې پر ټوېټر لیکلي: «موږ د رسنیو مخکینی قانون مطالعه کړی چې کوم نقض یې نه لاره.»

د طالبانو ویاند ویلي چې رسنۍ باید خپلو خپرونو کې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی پام کې ونیسي. هغه په ورته مهال ویلي چې ډاډه دی رسنۍ په خپله هم دې ټکو ته پام کوي.

مجاهد زیاته کړې چې طالبان د رسنیو سرغړونې کمېسیون بیا ژوندي کولو پسې دی څو د «ناسم پوهاوي» مخه ونیول شي او د هرې ستونزې راتلو سره له دې کمېسیونه ګټه پورته شي.

هغه دغه راز ویلي: «د طالبانو دریځ دا دی چې د رسنیو له هرې سالمې نیوکې ملاتړ کوي، خو رسنۍ باید له شایعاتو اچونې ځان وساتي.»

مجاهد دوام کې زیاته کړې چې رسنۍ باید د ملت غږ د دولت مسوولینو ته ورسوي چې په همدې دلیل «طالبان له رسنیو ملاتړ کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره لسګونه ملي او محلي رسنیو خپل فعالیت درولی او دغه راز خبریالان له محدودیت سره مخ شوي دي.

له رسنیو ملاتړې ادارې هم وایي چې رسنۍ او خبریالان په بېلابېلو لارو د طالبانو تر فشار او ګواښ لاندې راځي.

طالبانو په دې وروستیو کې د اریانانیوز دوه خبریالان کابل کې ونیول. د هغوی د نیونې لامل لا په ګوته شوی نه دی. د دې دوو خبریالانو برخلیک په اړه لا جزیات نه دي شریک شوي.

د دې دوو خبریالانو نیولو پراخ غبرګونونه راپارولي. د بښنې نړیوال سازمان او د بیان ازادۍ کور د دې خبریالانو د ژر خلاصون غوښتنه کړې او ملګرو ملتونو هم له طالبانو غوښتي چې د دې دوو خبریالانو د نیولو لامل روښانه کړي.