خوست

د خوست امنیه قومندانۍ د تورو ښیښو د موټرو په ګرځولو بندیز ولګاوه

اطلاعات روز: د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ پرېکړه کړې، چې په دې ولایت کې د تورو ښیښو د موټرو او ناقانونه وسلو په ګرځېدو بندیز ولګوي.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ طالب مسوولینو د خبري ناستې پرمهال وویل، چې له سر شنبې ورځې (د سلواغې په ۱۶مه) به په مرکز او ولسوالیو کې له هغو موټرونو تورې ښیښې سپینوي، چې د امنیت خرابېدو او د جنايي جرمونو رامنځته کولو ته یې زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو امنیه قومندان محبوب شاه قانت وايي، په خوست ښار کې ډیری جنايي پېښې د تورو ښیښو د موټرونو او ناقانونه وسلو په مټ ترسره کیږي، چې د هغه په خبره په بندېدو سره به یې د هر ډول جنايي او امنیتي پېښو کچه هم راکمه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی به دغه بندیز نه یوازې په ولسي خلکو لګوي، بلکې نظامیانو ته هم سپارښتنه شوې، چې له خپلو موټرونو تورې ښیښې پاکې کړي.

هغه وویل: «الحمدالله په خوست ښار کې تر ډېره د جنايي جرمونو کچه راکمه شوې، ولې د لا ښه ډاډمن امنیت او غلاو مخنیوي په موخه به سر له شنبې د هر ډول هغو موټرونو او بې جوازه وسلو په ګرځېدو بندیز وي، چې امنیت ته ګواښ پېښولی شي، نو په مخنیوي سره یې  امنیت لا ډاډمن شي.»

قانت همدا راز له خوست مېشتو غوښتنه وکړه، چې د جنايي جرمونو او نورو امنیتي پېښو د مخنیوي په برخه کې له نظامي طالبانو سره همکاري وکړي.

نوموړی وايي: «زه د خوست ولایت په شریف ولس دا غږ کوم، چې راشئ له مونږ سره په ګډه د غلاو او نورو جنايي جرمونو چې د خلکو د ژوند او کاروبار په وړاندې ستونزې جوړوي مخه یې ونیسو، په دې برخه کې د ولسي خلکو همکاري اړینه ده.»

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت اوسېدونکي هم دا اقدام ستايي او غوښته کې چې له توپیري چلند پرته باید په ټولو یو شان عملي شي.

د خوست ښار اوسېدونکي نورالله اطلاعات روز ته وویل، چې اوس مهال په ښار کې ګڼ هغه موټرونه تګ او راتګ کوي، چې ښیښې یې تورې وي او له ځانو سره اسلحه هم ګرځوي.

نوموړي له امنیه قومندانۍ څخه په دې برخه کې په ملکیانو او طالب نظامیانو د یو شان قانون عملي کولو ټینګار وکړ.

نورالله وايي: «دا ډېر ښه اقدام دی، ځکه هم به د غلاو او نورو جنايي جرمونو مخه ونیول شي او بل به د نظامیانو او نورو کسانو ترمنځ چې اسلحې ګرځوي توپیر شوی وي، نو زمونږ هیله دا دی، چې په دې برخه کې له توپیري چلند پرته قانون په ټولو یو شان تطبیق شي.»

د تېر نظام پر مهال هم څو ځله د سویل ختیځ زون په خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې د تورو ښیښو د مخنیوي لپاره کمپاینونه ترسره شول، خو د نه تعقیب له امله به یې زیات دوام و نه کړ.