افغانۍ

د ملي پیسو ارزښت لوړېدنه؛ یو ډالر ۸۹ افغانۍ شو

اطلاعات روز: په وروستیو ورځو کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانستان ملي پیسو ارزښت په نسبي ډول لوړ شوی دی.

د پیسو راکړې ورکړې مرکزي بازار (شهزاده سرای) د نرخ پر بنسټ، نن (شنبه، د سلواغې په ۱۶مه) یو امریکایي ډالر ۸۹ افغانۍ تبادله شوی دی.

د شهزاده سرای مرستیال حاجي دادګل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، شونې ده چې امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت له دې هم لوړ شي. هغه د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالرو ارزښت کمېدل بازار کې د افغانیو کمښت یاد کړ.

هغه زیاته کړه چې وروستیو ورځو کې ډالر د مرستندویه بنسټونو له لوري تبادلې لپاره بازار ته وړاندې شوي او دا د افغانیو کمېدو لامل شوی دی.

د طالبانو راتګ سره ډالرو خپل ارزښت لوړ کړی او تېرو دوو لسیزو کې خپل لوړ نرخ ته رسېدلی و.

د ډالرو ارزښت لوړېدو سره بازار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیو زیاتېدو لامل کېږي؛ ځکه چې توکي په ډالرو اخیستل کېږي او په افغانیو خرڅېږي.

د ویلو ده چې بازار کې د افغانیو کمښت په داسې حال کې د ډالرو ارزښت کمېدو لامل شوی چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د انکشافي برخې رییس عبدالله الدرداري ویلي چې دغه سازمان شاوخوا ۱۳۵ مېلیون ډالر افغانستان کې یو بانک کې لري، خو له بهرنیو پیسو د ګتنې ممنوعیت له امله نه شي کولی هغه مصرف کړي. هغه په ورته مهال ویلي چې د افغانستان مرکزي بانک نه دی توانېدلی چې دا مقدار ډالر په افغانیو واړوي.

د هغه په وینا، طالبانو ښکاره ژمنه کړې وه چې دا مقدار پیسې به په اتومات ډول په افغانیو بدلېږي، خو داسې نه دي شوي او د افغانستان مرکزي بانک نه دی توانېدلی چې دا مقدار پیسې په افغانیو واړوي.

خو د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو هغه ادعا رد کړه چې وایي د افغانستان بانک په افغانیو د ډالرو بدلون کې ناتوانه دی.

ښاغلي مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې تراوسه د ملګرو ملتونو یا کوم بل ادرس له لوري مرکزي بانک ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

هغه زیاته کړې: «کنه مرکزي بانک بې له شکه د هرڅومره ډالرو د اخیستلو او د افغانیو د ورکړې توان لري.»

طالبانو تېر زېږدیز کال د اګسټ میاشت کې پر افغانستان ولکې ټینګولو سره، په دې هېواد کې د بهرنیو اسعارو ګټنه منع کړې وه.