خوراکي توکي

د افغانیو ارزښت په لوړېدو لا هم د لومړنیو توکو بیې پخواني حالت کې دي

خبریال: حبیب‌الله سراب

په هیواد کې د افغانیو په وړاندې د امریکايي ډالرو د ارزښت له کمېدو وروسته لاهم پکتیا کې د خوراکي او سون توکو بیې په هماغه حالت پاتې دي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو یې د رانیولو توان نه لري.

د پکتیا اوسېدونکي د ډالرو ارزښت کمېدو ته په اشارې سره وايي، چې لاهم په ښار کې سوداګر او هټۍ وال د پخوا په څېر په لوړه بیه په خلکو اړونده توکي پلوري.

دوی د ګردېز ښاروالۍ له طالب مسوولینو غوښتنه کوي، چې په هټۍ والو فشار راوړي، تر څو دوکانداران د خپلسرو نرخونو له ټاکلو لاس واخلي.

د ګردېز ښار یو تن اوسېدونکي جلیل احساس اطلاعات روز ته وویل، هغه وخت چې یو ډالر په ۱۲۰ افغانۍ تبادله کېده او اوس چې تر ۹۰ ښکته شوی، خو د توکو بیې لاهم نه دي ورسره راټیتې شوې.

نوموړی وايي: «دلته زمونږ د دوکاندارانو او نورو سوداګرو مشکل دا دی، چې د ډالرو په لوړېدو بیې هم لوړوي، خو کله چې افغانۍ ارزښت پیدا کړي، نو د توکو بیو ته یې بیا ملا ماته شي او په هماغه حالت یې په خلکو پلوري، زمونږ غوښتنه له ښاروالۍ ریاست څخه دا دی، تر څو پر هغوی فشار راوړي، تر څو اقتصادي ستونزو ته په کتو دغه بیې راټیټې کړي.»

دوی د ګردېز ښاروالۍ له طالب مسوولینو غوښتنه کوي، چې په هټۍ والو فشار راوړي، تر څو دوکانداران د خپلسرو نرخونو له ټاکلو لاس واخلي.

د دغه ولایت د تېرې ښارګوټي یو اوسېدونکي محمد نواز بیا دوکانداران او ملي سوداګر له خلکو سره په نه همکارۍ تورن کړل او وویل، چې له شته اقتصادي ستونزو په استفادې پر ځای د دې چې بېوزلو وطنوالو ته لاس ورکړي، برعکس پرې د توکو بیې په بېساري ډول لوړي.

هغه وویل: «مونږ چې ډالر لوړ و، یو لېتر پطرول به مو په ۷۷ افغانۍ اچول او چې اوس ډالر ښکته شوي لېتر په ۷۷ یا ۷۵ افغانۍ اچوو، ډیری دوکاندارن او د تېلو پمپونو ولا ناروا کوي او هیڅ د خلکو اقتصادي مشکلات په نظر کې نه نیسي، په ښاروالۍ مو دا غږ دی، چې په هغو دوکاندارانو فشار راوړي، چې د خلکو له اقتصادي مشکلاتو ناوړه استفاده کوي.»

په همدې حال کې بیا پکتیا لپاره د طالبانو والي وايي، ګردېز ښاروالۍ ته یې سپارښتنه کړې، چې په ښار کې د سون او لومړنیو خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي.

د والي محمد علي جان احمد په خبره، چې اوس مهال د ډالرو ارزښت د افغانیو په مقابل کې د پام وړ راټيټ شوی، نو پکار دی، چې ورسره د توکو بیې هم راټیټې شي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «پخوا چې ډالر لوړ شو، نو مونږ هم وویل، چې خیر د سوداګرو به همدا عذر وي، نرخونه یې پورته کړل، ولې اوس چې ډالر بیرته ښکته شو، د خوراکي او سون توکو بیې هم باید ښکته کړي، په دې برخه کې مې ښاروالۍ ریاست ته ویلي، چې په ښار کې دوکانداران او نور تجاران پرې نږدي، تر څو خپلسري وکړي او توکي په لوړه بیه وپلوري.»

پکتیا لپاره د طالبانو والي وايي، ګردېز ښاروالۍ ته یې سپارښتنه کړې، چې په ښار کې د سون او لومړنیو خوراکي توکو نرخونه کنټرول کړي.

د ګردېز ښاروالۍ طالب مسوولین بیا وايي، د نرخونو او وزن کنترول برخه کې یې عملي اقدامات پیل کړي دي.

ګردېز ښاروال اطلاعات روز سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د نرخونو کنټرول لپاره یې په ښار کې د ځنیو لومړینو توکو د بیو نرخونه هم هټۍ والو ته وړاندې کړي دي.

هغه وویل: «مونږ تېره ورځ د ځینو لوړنیو توکو بیې وټاکلې، لکه وریژې، غوړي، اوړه، تېل، ګاز او ځینې نور توکي، نو په دې برخه کې مو هم په ښار کې هټۍ والو ته مخامخ ویلي او هم مو په تولنیزو رسنیو کې دغه ټاکل شوي نرخونه وړاندې کړي، تر څو خلکو وکولی شي، چې په مناسبه بیه اړونده توکو وپیري.»

په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت د پام وړ لوړ شوی، خلک هیله مند دي، چې په دې سره به د خوراکي او سون توکو بیې هم راټیټې شي، خو په ګردېز ښار کې د ازاد بازار موجودیت هغه څه دي، چې د خلکو په باور عملي کېدل یې خورا ستونزمن دي.