دفاع وزیر او پیلوټان

هوايي ځواکونو پنځه تنه پیلوټان له بهره بېرته هېواد ته ستانه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک پنځه تنه پیلوټان چې وروستیو میاشتو کې له افغانستانه وتلي وو، بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

یاد وزارت پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه پیلوټان د دوی د حکومت له رسمي فعالیت پیلولو وروسته د مسوولینو په تشویق او هڅونې بېرته خپلو دندو ته را ستانه شول.

دفاع وزارت وړاندې لیکلي چې دغه‌راز هڅې روانې دي، چې د دې وزارت ټول کادرونه او مسلکي پرسونل هم بېرته هېواد ته را ستانه شي او د خپل هیواد په آبادولو کې فعاله ونډه واخلي.

څه موده وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د هوایي ځواک پر هغو پیلوټانو چې د مخکیني نظام نسکورېدو سره له هېواده بهر تللي وو، غږ وکړ چې بېرته هېواد ته ستانه شي. نوموړي ژمنه کړې وه چې هر راز همکاري به ورسره وکړي.

د کابل په نیولو او د محمداشرف غني په مشرۍ د مخکیني نظام له چپه‌کېدو سره سم نه یوازې د دفاع وزارت بلکې د هېواد ډېرو نورو برخو کادرونه او مسلکي کسان له هېواد بهر ووتل.

که څه هم د ځینو راپورونو له مخې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د مخکیني نظام نظامي او ملکي برخې چارواکي او غړي نیول شوي یا وژل شوي، خو د طالبانو حکومت دا راپورونه ردوي او بهر ته په تللیو کادرونو او نورو افغانانو غږ کوي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه د دوی په وینا چې افغانستان اوس امن دی.