انګور

کندهار کې روان کال بهر ته د انګورو صادرات کم شوي

اطلاعات روز: د کندهار طالب چارواکي وايي، په دغه ولايت کې روان کال د ټرانزيټي لارو د تړل کيدو له امله ۳ زره ۹سوه ۸۳ ټنه انګور صادر شوي، په داسې حال کې چې تير کال همدې وخت کې ۴۰ زره ټنه انګور صادر شوي ول.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال عبدالباقي نن (دوشنبه، د سلواغې په ۱۸مه) اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې په روان کال کې د انګورو محصولات ۱۵۰ ټنو ته رسېږي چې د نه صادرېدلو له امله یې ډېر په ممیزو بدل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د کندهار ۲۲۷۵۱ ټنه ممیز صادر شوي دي او دا بهیر لا دوام لري.

د عبدالباقي په وینا، تېر کال د کندهار انګور پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته صادرېدل او په کور دننه هم بازارونو کې په مناسبه بیه پلورل کېدل.

دی وايي: «د سیاسي بدلون او په دې ترڅ کې د ټرانزیټي لارو د تړلو له امله سږکال ۳۹۸۳ ټنه انګور صادر شوي دي، په داسې حال کې چې تېرکال ۴۰ زره ټنه انګور صادر شوي وو ډيرو د انګور باغ لرونکو خپل انګور په مميزو بدل کړل.»

بلخوا يو شمير د انګورو کاروباريان هم په روان کال د انګورو د کمو صادراتو خبر ورکوي او لامل يې په ټرانزيټ کې شته ستونزې او سیاسي بدلونونه يادوي.

د حاجي عبدالحليم په نوم يو تن سوداګر وايي په وران کال کې د لارو بنديدو له امله د انګورو په برخه کې دوی ته هم زيان اوښتی او انګور يې خوسا شوي دي.

دغه سوداګر وايي، دوی هيله درلوده چې سږکال به د نورو کلونو په پرتله زيات انګور بهر ته وليږده وي خو داسې ونه شول او د تيرو کلونو په پرتله يې زيان وليده.

په همدې مهال د انګورو باغ لرونکي وايي، د تير کال وچکالۍ او همداراز د انګور د مارکيټ نشت دوی ته سخت زيان اړولی دی.

د کندهار نيش ولسوالۍ اوسيدونکي اسدالله ارماني چې د انګورو باغ لري، وايي د نورو کلونو په پرتله سږکال د دوی حاصلاتو ته سوداګرو زړه نه ښه کوي او دوی اړ شول چې له انګورو څخه مميز جوړ کړي.

هغه وايي وچکالۍ هم لويه ستونزه وه او په يادې ولسوالۍ کې ډير شمير د انګورو باغونه د وچکالۍ له امله له منځه ولاړه.

هغه وايي که دانګورو د حاصلاتو رسيدو پر وخت په راتلونکي کلونو کې هم دغه ډول ستونزې موجودې وي، دوی ډير خلک به د دغه کاروبار څخه لاس په سر شي او يو بل کار ته به مخه کړي.

ارماني د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د دوی کاروبار ته زمينه برابره کړي.

دی وايي: «وچکالي لويه ستونزه وه بل زموږ محصولاتو لپاره بازار نه وه ډيرو خلګو مميز ورڅخه جوړ کړل کله چې د انګورو حاصلات ورسيږي ورباندې لارې وتړل شي دلته موږ ته په ميليونه زيان ورسوي موږ د طالبانو څخه غوښتنه کوو چې په راتلونکي کې کال کې په دې برخه کې زموږ لپاره اسانتياوې جوړې کړي کنه ډير کاروباريان به دغه کار پريږدي.»

کندهار کې په داسې مهال د انګورو د صادراتو د کميدو څخه خبر ورکول کيږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمن کيدو په پیل کې پاکستان په سپین بولدک کې د افغانان پر تګ راتګ د شاخوا يوې مياشتې لپاره لاره وتړله چې له امله يې په افغانستان کې سوداګرو او عامو خلکو ته په لوړه اندازه زيانونه واوښتول.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته خلکو هيله درلوده چې د يو شمير هېوادونو سره په راکړه ورکړه کې اسانتياوې برابرې شي خو برعکس ستونزې نورې هم زياتې شوي دي.

د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې ډير خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې روزي ترلاسه کوي.