طالبان

طالبانو افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه د امنیت شورا راپور رد کړ

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا د څار ډلې هغه راپور رد کړ چې په کې ویل شوي افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت – شتون زیات شوی دی.

یاد وزارت نن (دوشنبه، د سلواغې په ۱۸مه) پر ټوېټر یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت په اړه د امنیت شورا راپور یوه ادعا بللې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له شپږ مياشتنۍ واکمنۍ وروسته، شونې ده چې افغانستان په منځنۍ اسيا او له هغې هاخوا د القاعدې او يو شمېر نورو ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.

دغه راز د امنیت شورا راپور کې راغلي چې د اسامه بن لادن زوی عبدالله څو میاشتې وړاندې افغانستان ته تللی و او طالبانو سره یې کتلي و.

د امنيت شورا د بنديزونو د څار کمېټې په دې ۳۹ رپوټ کې راغلي: «د دغه شورا د يوه غړي د راپور له مخې د اسامه بن لادن زوی عبدالله د اکتوبر مياشت کې افغانستان ته سفر کړی و چې له طالبانو سره وګوري.»

خو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یاده اعلامیه وایي، چې دغه ډول بې‌بنسټه راپورونه چې هېڅ شواهد، اسناد او مدارک په کې شتون نه لري، د افغانستان، سیمې او نړۍ په خیر او ګټه یې نه دي.

یاده اعلامیه کې وایي، له کله نه چې طالبانو د هېواد بشپړ حاکمیت ترلاسه کړي په افغانستان کې «بهترین» امنیت تامین شوی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، د دوحې په تړون کې کړي تعهدات عملي کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه کوم هېواد ته خطر متوجې کړي بالمقابل له نورو هم همدا توقع لري.

یاد وزارت همدارنګه ویلي چې طالبان به د یوه مسوول نظام په توګه له شته امکاناتو او فرصتونو په ګټنې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امن، ثبات او سوکالۍ لپاره مثبت رول لوبوي او هیله لري چې د امنیت شورا په ګډون نور اړخونه هم دا حقایق درک او مسوولانه څرګندونې وکړي.