اطلاعات روز: هرات کې د ترکمنستان قنسولګرۍ، د ټاپي پروژې مشر او د دې ولایت طالب چارواکو ترمنځ لیدنه کې د ټاپ او ټاپي پروژو د پیلېدو اړوند خبرې شوې دي.
ملي راډیو ټلوېزیون نن (چهارشنبه، د سلواغې په ۲۷مه) پر فیسبوکپاڼې لیکلي چې هرات کې د ترکمنستان قنسول غوج مرادای مراد او د ټاپي پروژې رییس عبدالله اف د هرات له طالب والي مولانا نوراحمد اسلامجار سره په لیدنه کې د یادو پروژو د پیلولو په تړاو خبرې کړې.
د یادې رسنۍ د خبر له مخې چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپ پروژې چارې په راتلونکې میلادي میاشت او د ټاپي کارونه به ډېر ژر پیل شي.
د دغه پروژو د چارو په پیلېدو سره به په څو ولایتو کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ټاپ له ترکمنستانه د افغانستان له خاورې پاکستان ته د برښنا لېږدونې پروژه ده او د ټاپي له ترکمنستانه افغانستان بیا پاکستان او بیا هند ته د ګازو نللیکې لېږدونې ستره پروژه ده چې په تېر نظام کې یې د پیلېدو قراردادونه شوي او پیل شوي و، خو د څه ستونزو له امله لا هم د افغانستان پر خاوره دغه پروژه لا عملآ نه ده پیل شوې.