اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې هغه نرس نیولی چې د ماشومانو خوارځواکۍ توکي یې بازار کې پلورل.
د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي، دغه کس یې د غلا په تور تېره شپه (سهشنبه، د کب په ۳مه) په مرکز لشګرکاه کې هغه مهال نیولی چې د ماشومانو د خوارځواکۍ خوراکي توکي یې په ښار کې پلورل.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ راشد وایي، په غلا تورن کس د ګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د تیرو شپږو میاشتو راهیسې یې د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد د ښار پر هټیو پلورل.
هغه وایي، دغه کس د ماشومانو په یوه روغتون کې د نرس دنده لري.
دی وایي: «دغه کس چې د کتاب چوک ته څېرمه د ماشومانو د روغتون نرس دی، د تیر نظام راهیسې یې د دغه موادو غلا ته ملا تړلې وه. یاد کس د څه مودې راهیسې د لومړۍ امنیتي حوزې د مسؤلینو تر تعقیب لاندې و چې بالاخره نن په داسې حال کې ونیول سو چې پر یو بل کس یې یاد مواد پلورل.»
هلمند کې داسې مهال طالبانو د ماشومانو د خوراکي موادو د غلا په تور د کس د نیولو خبر ورکوي چې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې په خوراکي توکو د اخته ماشومانو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
د خوارځواکۍ مواد چې د افغانستان ماشومانو ته د مرستې په ډول ورکول کیږي پیر او پلور یې په کلکه منع دی.