ځاځي اریوب

ځاځي اریوب؛ یوه له طبیعي ښکلا ډکه ولسوالۍ چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي

خبریال: حبیب الله سراب

ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له لارې پرتو ولسوالیو ګڼل کیږي. اوسېدونکي یې د نورو ستونزو ترڅنګ له مرکز ګردېز سره د غځېدلې لارې له خرابېدو شکایت کوي. دوی وايي، د همدې لارې د خرابېدو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې ورته جدي پام وکړي.

د دغې ولسوالۍ د علي خېلو سیمې اوسېدونکي بلال ځاځي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د ځاځي – مرکز ګردېز ترمنځ غځېدلې لویه لاره په احمد خېلو ولسوالۍ کې نه یوازې خامه دی، بلکې د زیات کنډ و کپر له امله پرې خلک تلو ته زړه نه ښه کوي.

د نوموړي په وینا چې د نورو ستونزو ترڅنګ په همدې لاره ډېری وخت وخیم ناروغان ګردېز ته له رسېدو وړاندې ساه ورکوي.

هغه وویل: «مونږ د ګردېز – اریوب ترمنځ د لارې خرابېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ کړي یو، که ناروغ راپېښ شي، پر وخت یې ګردېز ته نه شو رسولی او ډېرې داسې پېښې هم رامنځته شوې، چې نارغ په لاره کې ساه ورکړې وي، دا ټول د لارې د خرابېدو له امله رامنځته کيږي.»

د دغې ولسوالۍ د علي خېلو سیمې اوسېدونکي بلال ځاځي وویل، د ځاځي – مرکز ګردېز ترمنځ غځېدلې لویه لاره په احمد خېلو ولسوالۍ کې نه یوازې خامه دی، بلکې د زیات کنډ و کپر له امله پرې خلک تلو ته زړه نه ښه کوي.

د اریوب ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکي حاجي خان ولي هم د لارې ستونزه جدي بولي. هغه وايي، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې ګڼ خلک ژوند کوي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ د میرزکې او کوټکي ترمنځ سیمه چې لاره یې خامه دی، ډیری وخت د سېلابونو، واورو او نورو ستونزو له امله تړل شوې وي، چې ګردېز او له هماغه ځایه اریوب ته تلونکي مسافر په ساعتونو انتظار کوي، نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، تر څو د دغې لارې د پخېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وايي: «له میرزکې ولسوالۍ نیولې، بیا د احمدخېلو او کوټکي تر بازاره نو دغه ساحه کې غځېدلی سړک ډېر زیات خراب دی. که باران وي، هغه کسان چې ګردېز ته تګ راتګ کوي، هغوی د سیلابونو له امله په ساعتونو بند پاتې وي، که واوره هم وشي، نو همدا ستونزه وي، د دې ټولو لامل د لارې خرابوالی دی، نو مونږ د طالبانو له نوي حکومت دا غوښتنه کوو، چې د اریوب او احمدخېلو ولسوالۍ د اوسېدونکو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي، تر څو له شته مشکلاتو خلاص شو.»

په یاده لاره موټر چلوونکي بیا وايي، چې په لاره کې د زیاتو ستونزو له امله یې موټر دومره عوارض پیدا کوي، چې ګردېز ته په تګ یې یو ځل حتمآ مستري ته دروي. نور محمد چې په دغه لاره سورلۍ موټر چلوي اطلاعات روز ته یې وویل، چې په موټر ګټلې پیسې د زیات عوارض پیدا کېدو له امله نه شي بچت کولی.

نور محمد په دې اړه وویل: «زه د اریوب او ګردېز ترمنځ سورلۍ وړم، نو لاره دومره خرابه ده، چې په هر ځل تګ ما موټر یو ځل مستري ته درولی، ځکه عوارض زیات کوي، نو که دغه سړک جوړ شي، د ټولو خلکو ستونزه به ورسره هواره شي.»

په یاده لاره موټر چلوونکي بیا وايي، چې په لاره کې د زیاتو ستونزو له امله یې موټر دومره عوارض پیدا کوي، چې ګردېز ته په تګ یې یو ځل حتمآ مستري ته دروي.

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن قومي مشر  انور صدیقي اطلاعات روز ته وویل، چې په تېر کې د وخت چارواکو څو ځله ورسره د سړک د پخېدو ژمنې وکړې، خو د نوموړي په وینا په دغه لاره د پخېدو عملي کار پیل نه شو، صدیقي اوس د طالبانو له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، تر څو د خلکو ستونزو ته په کتو سړک په اساسي ډول پوخ او د لارې په اوږدو کې ویجاړ شوي پلچکونه بیرته ورغوي.

صدیقي وویل: «دلته څو ځله د وخت والیان، وکیلان او نور چارواکي راغلل، په غونډو کې به یې د سړک د پخېدو ژمنه وکړه، نو بیا به ورپسې ورک شول او خلک به یې په تمه پرېښودل، نو اوس چې د طالبانو حکومت راغلی، زمونږ هیله دا ده، چې د اریوب – میرزکې ترمنځ دغه خام سړک پوخ کړي.»

د ځاځي اریوب طالب ولسوال هم د سیمې د اوسېدونکو ستونزې پر ځای بولي. هغه له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوی د اریوب ځاځیو د مشرانو او ځايي خلکو دغه غوښتنه په مرکز کې هم له اړونده چارواکو سره شریکه کړې او په خبره یې چې هغوی هم ورته مثبت ځواب ورکړی دی.

ولسوال ظاهر ګل وايي: «کومه لاره چې د اریوب – احمدخېلو او همداسې تر میرزکې ولسوالۍ پوره غځېدلې دا رښتیا هم ډېره زیاته خرابه شوې ده، د خلکو ستونزې پر ځای دي او د دوی د دغو ستونزو هواري په موخه مونږ په مرکز کې له مسوولو چارواکو سره هم د دوی ستونزه شریکه کړې او د هغوی له خوا هم راته مثبت ځواب راکړل شوی دی.»

د ځاځي اریوب طالب ولسوال هم د سیمې د اوسېدونکو ستونزې پر ځای بولي او وایي چې دوی د اریوب ځاځیو د مشرانو او ځايي خلکو دغه غوښتنه په مرکز کې هم له اړونده چارواکو سره شریکه کړې او په خبره یې چې هغوی هم ورته مثبت ځواب ورکړی دی.

اریوب ځاځي چې ډیورنډ فرضي کرښې ته پرته ګڼ نفوسه ولسوالۍ بلل کیږي، خلک یې د سړک خرابوالي ترڅنګ په روغتیا، رغونې او پوهنې برخو کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزو د هواري غوښتنه کوي.