بیرغ

بیرغ په اړه د طالبانو والي څرګندونې او غبرګونونه؛ طالبان دې ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي

اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو د والي هغو څرګندونو د خلکو توند غبرګونونه راپارولي، چې د يوې غونډې پر مهال يې له خوستوالو د درې رنګه ملي بيرغ د ښکته کېدو غوښتنه کړې وه.

والي محمد نبي عمري تېره ورځ (شنبه، د کب په ۷مه) د خوست اوسېدونکو ته په يوې جوړه شوې غونډه کې درې ورځې وخت ورکړی، ترڅو په همدې موده کې ملي بيرغ له خپلو کورونو، موټرو او دوکانونو  ښکته کړي، ګنې د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.

دې څرګندونو په هيواد کې دننه او بهر د خلکو کلک غبرګونونه راپارولي او درې رنګه بيرغ يې د کوم نظام او شخص نه بلکې د هيواد ملي بيرغ بللی دی.

د درې رنګه ملي بیرغ د لرې کولو په اړه دغه څرګندونې پرون شنبه خوست لپاره د طالبانو والي یوې غونډه کې کړي دي.

د خوست ولايت اوسېدونکي عبدالصبور احمد اطلاعات روز ته وويل، چې دوی د والي څرګندونو او خبرداري سخت خواشيني کړي او دا د هيواد له ارزښتونو سره ښکاره مخالفت بولي.

د نوموړي په وينا که د طالبانو حکومت ولس د ځان بولي، نو ملي ارزښتونو ته بايد درناوی وکړي.

هغه وويل: «مونږ له کوم نظام سره مشکل نه لرو، خو که څوک مو بيرغ ته احترام نه کوي او د له منځه وړلو هڅه يې کوي، بيا نو په دې ټول ولس خپه کيږي، ځکه دا بيرغ د کوم شخص نه دی دا د افغانستان ملي بيرغ دی.»

د لوګر ولايت يو اوسېدونکي خالد هم د طالبانو د ځينو مشرانو دا ډول څرګندونې د ولس او حکومت ترمنځ د فاصلې د ډېرېدو په مانا بولي، هغه وايي که بيرغ د تېر حکومت وي، نو د هغه په خبره چې ولې کنګل شوې پيسې بيا د خلکو او هيواد بولي.

هغه وايي: «که ته دا دليل لرې چې بيرغ خو د تېر فاسد نظام و، خو هغه پيسې چې اوس يې د ازادولو غوښتنه کوې، خو دغه هم د تېر حکومت وې، نو ولې بيا هغوی ته د هيواد سرمايه بولې او بيرغ نه، نو زمونږ د طالبانو له مشرانو دا غوښتنه دی، چې هر چاته د هغو مسايلو د وړاندې کولو مخنيوی وکړي، ځکه دا د ولس او نظام ترمنځ فاصله پيدا کوي.»

د هيواد درې رنګه ملي بيرغ له نن شاوخوا يوه پېړۍ وړاندې د غازي امان الله خان په وخت کې جوړ او د ملي بيرغ په نوم ونومول شو، په تېر نظام کې د همدې بيرغ د نمانځنې لپاره ځانګړې ملي ورځ هم نومول شوې وه.

که څه هم طالبانو تر اوسه ياد بيرغ د هيواد د ملي بيرغ په نوم نه دی نومولی، خو ځينو مشرانو يې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې د دې بيرغ په اړه به لويه جرګه پرېکړه کوي.