غنم

د پاکستان د مرسته‌شویو غنمو بله جوپه کندهار ته رسېدلې ده

اطلاعات روز: د پاکستان هیواد له لوري له افغانستان سره د ۱۴ زره ټنو غنمو مرستې لومړنۍ جوپه چې ټول ۱۵۵۰ ټنه ده، کندهار ته رسېدلې او د پاکستان د قونسل له خوا طالبانو ته تسلیم شوې ده.

په همدې اړه  جوړو شویو مراسمو کې کندهار لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د پاکستان هېواد له خوا د دې مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ګاونډي هېوادونه باید په داسې حالاتو کې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مبارک وایي: «زموږ ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان د ولس سره په خپلو همکاریو کي زیاتوالی راولي، ځکه دا د یوه مسلمان مسوولیت دی، تر څو په سخو حالاتو کي د بل مسلمان سره مرسته وکړي.»

د پاکستان هیواد قونسل نعیم خان د افغانستان او پاکستان پر ښو اړیکو لرلو خبرې وکړې او ویې ویلې چې افغانستان او پاکستان اوږدې تاریخي اړیکي لري.

هغه وایي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیرې اوږدې اړیکي شتون لري. ژبه، کلتور او هر څه مو سره ورته والی لري له افغانستان سره به د پاکستان مرستې همداسې دوام ولري.»

په دغو مراسمو کې د کندهار نورو طالب چارواکو هم پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې ویلي و چې تر زرګونه ټنه غنم یې افغانستان سره مرسته کړې ده، خو د مرکزي سیلو مشر بیا وویلې چې پاکستاني مرسته شوي غنم د استفادې وړ نه دي.

هغه زیاته کړې چې پاکستاني غنم ډيره ناپاکي لري، حشرو خوړلي دي او یوازې پوست يې پاتې دی.

د سیلو مشر ویلي و چې د پاکستان په نسبت بیا د هند له خوا مرسته شوي غنم ښه دي او دوی ترې د ډوډۍ پخولو کې استفاده کوي.