بنو جرګه

پخواني ولسمشر حامد کرزي بنو کې د پښتنو قومي جرګې هرکلی کړی

اطلاعات روز: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په بنو، خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د سترې قومي جرګې هرکلی کړی دی.

حامد کرزي نن (سه‌شنبه، د کب ۲۴مه) پر خپلې فیسبوکپاڼې د پښتنو دغه جرګه د افغانستان او سیمې ستونزو اواري کې اغېزمن ګام یاد کړی دی.

د نوموړي پر فیسبوکپاڼې لیکل شوي: «پخوانی جمهور رئیس دغه ستره جرگه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بولي او د یادې جرگې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي.»

همداراز حامد کرزی په یاده غونډه کې د ښځو پراخ گډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنگي چارو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د جرگې د سپارښتونو ستاینه کړې ده.

خیبر پښتونخوا کې بنو سیمه کې د پښتنو دغه ستره جرګه چې څلور ورځې یې دوام وکړ، پرون دوشنبه یې پرېکړه‌لیک واوروه.

په دې جرګه کې افغانستان کې د لويې جرګې له لارې د حکومت جوړولو غوښتنه وشوه.

د جرګې ګډونوالو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د لويي جرګې او ټولټاکنو له لارې د ټولو ولسونو ټاکل شوی استازی حکومت جوړ شي.

دې جرګې له نړیوالو هم غوښتنه کړې، چې له افغان ولس سره دې هره ممکنه مرسته وکړي.

دغه راز جرګې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار هم رد کړی دی.