هلمند

روغتيايي مسوولين: هلمند کې د کرونا پېښې ۵۰ سلنه زياتې شوې دي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کي په کویډ۱۹ ناورغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

په هلمند ولایت کي د کرونا ویروس د روغتون ولایتي مسوول ډاکتر احمد خان ویاړ وایي، یوازې روان کال له دوی سره په یاد وایروس د اخته شویو ناروغانو څه باندې ۲۷۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۲۷۵۴ تنه ترې جوړ شوي او له امله یې ۱۱۸ تنه مړه شوي دي.

نوموړی وایي، هلمند کې د تېرې میاشتې راهیسې یو ځل بیا کرونا ویروس پېښې ۵۰ سلنه زياتې شوي دي.

ډاکټر احمد خان ویاړ وايي، عامې روغتیا ریاست په دې ولایت کې د کرونا ویروس د درملنې او وقایوې برخه کې پوره چمتوالی لري، چې دا مهال د مرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي د کرونا ناروغۍ سیار ټېمونه فعالیت کوي.

هغه وايي: «د پخوا په پرتله د کرونا ويروس پيښې زياتي شوي دي ۵۰ سلنه دغه پيښې زياتي شوي دي لامل يې د خلکو نه پاملرنه ده موږ د کرونا ويروس د وقایې لپاره اماده ټيمونه لرو او په دې برخه کې کارکوو د خلکو څخه هم غوښتنه کوو چې کرونا ویروس جدي ونيسي.»

هلمند کې د ساري ناروغیو مسوول ډاکټر احمد ضیا حیات بیا وایي، چې خلک دې د یاد ویروس د مخنیوي هغه لارښوونې او لارې چارې عملي کړي ، چې د روغتیاپالانو له خوا ورکول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دې ناروغۍ زیات هغه کسان اخته کېږي، چې زیات کمزوري او ضعیف وي، شکر او یا هم د زړه تکلیف ولري.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چې له یاد ویروس څخه د ځان ساتنې په موخه باید له وړاندې چمتووالی ولري، خپلمنځي واټن مراعت کړي، ماسک وکاروي، له ګڼې ګوڼې ځان وساتي او هره ورځ په صابون لاسونه ومینځي.

پر ورته مهال د دې ولایت اوسېدونکی محمد یوسف او محمد سلیم وویل، چې دوی د کرونا پېښو د زیاتېدو اندېښنه لري او له دولت څخه غوښتنه کوي، چي د مخنیوي په برخه کې دې وار له مخه وقایوي تدابیر ونیسي او واکسین دې خلکو ته تطبیق کړي.

د هلمند اوسيدونکي بیا د روغتيايي چارواکو غوښتنه کوي چې د کرونا ويروس د عامه پوهاوي په برخه کې دې پروګرامونه زيات کړي.

د هلمند يوه اوسيدونکي عبدالعزیز په دې اړه اطلاعات روز ته وويل چې لاهم ډير خلک نه پوهيږي چې د کرونا ويروس څومره خطرناکه دی.

هغه وايي که خلکو ته د عامه پوهاوي پرګرامونه جوړ شي خلک به  دکرونا په زيانونو پوه شي د کرونا څخه به د ځان خونديتوب ته جدي پاملرنه کوي.

د یادونې ده چې په هلمند ولایت کې د اکسیجن د اړتیا د بشپړولو په موخه د یونیسف (UNICEF) د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق په خپل مالي لګښت د څلوېښت میلیونه، څلورلکه، لس زره او اوه اویا افغانیو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستکاه هم جوړه کړي.