د لغمان کرونا روغتون

لغمان کې د کویډ۱۹ ناروغۍ روغتون د مالي امکاناتو له امله تړل شوی

اطلاعات روز: د لغمان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د کویډ۱۹ روغتون د مالي امکاناتو د نه شتون له امله د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۱۵ نېټه تړلی دی.

د مهترلام ولایتي روغتون رئیس ډاکتر عابد نن (یک شنبه۲۹ دکب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په ولایتي روغتون کې کرونا تشخیص کېږي؛ خو د درملنې لپاره یې امکانات نه لري، ځکه یې ننګرهار ته لیږدوي.

د نوموړي په وینا د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله دا روغتون تړل شوی او د کرونا ناروغان به له دې وروسته د مهترلام ولایتي روغتون په یوه برخه کې تداوي کېږي.

ډاکتر عابد زیاته کړه: «د کرونا تشخیص او معاینات په روغتون کې کوو، خو د درملنې لپاره یې امکانات نه لرو، هغه ناروغان چې د آزموینې پایلې یې مثبتې وي ننګرهار ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي، خو د عامې روغتیا وزارت سره په هڅه کې یو چې بیرته دا روغتون فعاله شي.»

 په لغمان کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ ځانګړی ۲۰ بستریز روغتون په داسې حال کې تړل کېږي چې په ختیځ کې د کرونا وایروس نوې بڼه اومیکرون په زیاتیدو ده.

د طالبانو حکومت راتګ سره د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی، نو ځکه خو دولتي روغتونونو ته د خلکو ورتګ زیات شوی خو د روغتونونو مسوولین د درملو او امکاناتو د کمښت له نشتوالي سرټکوي.