اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) د بهرنیو وزیرانو ۴۸ مه غونډه کې ویلي چې د ۴۰ کلنې جګړې له امله هیڅ ملت د افغانستان د خلکو په اندازه زیان ندی لیدلی.
هغه په دې ناسته کې چې نن (سه شنبه، ۲ د وري) پیل شوه، زیاته کړه، فعلاً په افغانستان کې کوم جنجال نشته، بندیزونه او په رسمیت نه پیژندل یواځینې خطر دی چې دا هیواد ور سره مخامخ دی.
د جیو نیوز: راپور له مخې عمران خان ویلي، دا ډیره مهمه ده چې د اسلامي هیوادونو همکاري سازمان په ګډه افغانستان ثبات ته ورسوي. هغه ټینګار کړی چې « باثباته افغانستان د بین المللی تروریزم مخه ډب کولای شي».
د پاکستان لومړي وزیر دغه هیوادنو ته ګوت څنډنه کړې چې د افغانستان خلک داسې کارونو ته مه مجبوروئ چې خپل حاکمیت د خطر په اډانه کې وګوري.
خان زیاته کړې، د افغانستان خلک د روښانه فکرونو خاوندان دي او دا نه خوښوي چې څوک پرې امر وکړي.
د افغانستان ناورین ته باید لومړیتوب ورکړل شي
په پاکستان کې د اسلامي هیوادونو، بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځني بحث مهم اړخ د افغانستان بشري ناورین دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ویلي د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان اصلي لومړیتوب باید د افغانستان بشري ناورین ته رسیدنه او د اقتصاد، پاشل کیدو مخنیوی وي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي هیوادونه باید کوښښ وکړي چې د افغانستان اوسني حاکمان د داعش په لمنځه وړلو کې وهڅوي او ملاتړ یې وکړي. هغه زیاتوي، په افغانستان کې مختلفو ترورستي ډلو لکه د پاکستان تحریک طالبان، القاعدی او نورو ډلو سره مقابله یوې ګټورې ستراتیژي ته اړتیا لري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د همکاریو سازمان غړي باید په ګډه کوښښ وکړي چې هغه عوامل چې افغانستان بې ثباته کوي او ځینې چې ددې هیواد له خاورې څخه په ګټه د تروریزم ملاتړ کوي مخنیوی وکړي. هغه ویلي« یو با ثباته، سولییز، ټول شموله او بډایه افغانستان د ټولو په خیر دی»