نیمروز کې طالبانو ۲۹میله وسلې نیولې دي

اطلاعات روز: د نیمرزو سیمه ییز طالبان وایي د عملیاتو پر مهال یې ددغه ولایت په مرکز زرنج کې ۲۹مېله بیلا بیل ډوله وسلي نیولې دي.

د نیمرزو ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندان سردار محمد “ايوبي” په مطبوعاتي ناسته کې وويل دغه وسلي یې د یو لړ عملیاتو پرمهال لاسته راوړي دي.

هغه وایي: “د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ کشفي او استخباراتي منسوبینو د هلو ځلو په پایله کې ۲۹ میله بېلا بېل ډوله وسلې، چې پکې ۴ میله جي سي ، ۹ میله کلاشینکوفونه، ۳ میله راکټونه، ۱۲ میله تفنګچې او ۱ میل پیکا (ثقیل) شامل دي کشف او ضبط کړي دي.”

ایوبي وایي د یادو عملیاتو پر مهال عامو خلکو ورسره همکاري کړې ده.

دی وایي د غیرې قانوني وسلو د راټولولو لړۍ ته به دوام ورکړي او هغه وسلي به راټولې کړي چې خلکو د ځان سره په کورونو کې ساتلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت د چهار برجکي ولسوالۍ کې د وسلو یوه ډیپو کشف او ضبط شوي وه.