زرمت کې لاهم د نجونو تړل‌شويو ښوونځیو خلاصون پرېکړه نه ده شوې

خبریال: حبیب الله سراب

په تېر نظام کې د پکتیا له تر ټولو نا امنه ولسوالیو څخه  یوه هم زرمت وه، چې د نورو برخو ترڅنګ یې د جګړو له امله پوهنیز بهیر هم خورا ټکنی و.

په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي او ځینو نورو ستونزو له امله له کلونو راهیسې د انجونو ټول ښوونځي د زده کړو پرمخ تړل شوي دي.

اوس چې تعلیمي کال پیل شوی لاهم په زرمت کې د ښځینه زده کوونکو د برخلیک په اړه مثبته پرېکړه نه دی شوې.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې د انجونو د زده کړو پر وړاندې هر ډول امنیتي او کلتوري ستونزې حل شوې، خو د دوی په خبره چې لاهم د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولینو دوی ته د ښوونځیو د بیا پیل په اړه مثبت ځواب نه دی ویلی.

د کولال‌ګو سیمې اوسېدونکي حاجي شاهد اطلاعات روز ته وویل، چې پخوا یې په سیمه کې نه یوازې امنیتي ستونزې موجودې وې، تر څنګ یې د اړونده ریاست مسئولینو پاملرنه هم خورا کمه وه.

نوموړی زیاتوي، چې اوس د ښوونځیو د پیل لپاره ټول خنډونه هوار شوي، خو پوهنې ریاست ورته لاهم کوم چمتوالی نه دی نیولی.

هغه وویل: «زمونږ زرمت له تعلیمي او پرمختیايي اړخه په تېرو دوو لسیزو کې سخت وځپل شو. ښوونځي مو د جګړو په ډګر بدل شوي و.

اوس چې تعلیمي کال پیل شوی لاهم په زرمت کې د ښځینه زده کوونکو د برخلیک په اړه مثبته پرېکړه نه دی شوې.

دا چې اوس امن راغلی، نو زمونږ د سیمې خلک له پوهنې ریاست غوښتنه کوي، چې بې له قید او شرط باید د انجونو ښوونځي پیل او د ودانیو ترڅنګ باید ورته امکانات برابر کړي.»

د دغې ولسوالۍ د تعمیر بازار اوسېدونکی کمال د انجونو ښوونځیو له پیل وړاندې ښوونځیو ته د ودانۍ جوړېدو، د ښځینه ښوونکو ګمارنه او د درسي کتابونو د اړتیا پوره کول مهم بولي.

هغه وايي،  پوهنې ریاست باید د نورو ښوونځیو ترڅنګ په زرمت کې هم د انجونو ښوونځیو ته ټول امکانات برابر کړي.

کمال په دې اړه وویل: «مونږ اوس په زرمت کې د انجونو لپاره هیڅ ودانۍ نه لرو، ښوونکي نشته او نه هم نور کوم څه شوي وي. زمونږ له پوهنې ریاست دا غوښتنه ده، چې په زرمت کې باید د ټولو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي، مسلکي ښوونکي ورته وګماري او د کتابونو غم یې وخوري.»

هغه وايي،  پوهنې ریاست باید د نورو ښوونځیو ترڅنګ په زرمت کې هم د انجونو ښوونځیو ته ټول امکانات برابر کړي.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکې چې اوس مهال په ګردېز ښار کې د انجونو په یو ښوونځي کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، په مستعار نوم یې ځان اطلاعات روز ته نوریه معرفي کاوه وویل، چې کورنۍ یې له دې امله ګردېز ښار ته راکډه شوه، چې هلته د انجونو ښوونځي نه و فعاله.

د نوریه په خبره که په زرمت کې د انجونو ښوونځي بیرته پیل شي ګڼې انجونې به د زده کړو حق تر لاسه کړي.

نوموړې وايي: «زما کورنۍ چې دلته ګردېز ته راکډه شوه لامل یې دا و، چې هلته ښوونځي نه و او زما پلار غوښتل چې په خپلو لوڼو درسونه ووايي، نو زمونږ هیله دا دی چې په زرمت کې بیرته ښوونځي پیل شي او هلته انجونو ته د زده کړو حق ورکړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي وايي، تر اوسه په زرمت کې د انجونو د ښوونځیو پیل په اړه پرېکړه نه دی شوې.

د پوهنې ریس نېک محمد منیب اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په زرمت کې د انجونو ښوونځیو د پیل په اړه د مرکزي ادارې پرېکړې ته په تمه دي.

د پوهنې ریس نېک محمد منیب اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په زرمت کې د انجونو ښوونځیو د پیل په اړه د مرکزي ادارې پرېکړې ته په تمه دي.

نوموړی وايي: «زه به د زرمت د انجونو په اړه دومره درته ووایم، چې څه اصول له وزارت مونږ ته وړاندې کیږي، نو په هماغه به له ځنډ پرته عمل کوو. که هغوی د انجونو د ښوونځیو په پرانېستلو پرېکړه وکړه، نو په زرمت کې به هم د انجونو ښوونځي پیلیږي.»

د مالوماتو له مخې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د انجونو ۱۳ ښوونځي شتون لري، خو په تېر کې د امنیتي، کلتوري او نورو امکاناتو د کموالي له امله تړل شوي و. اوس چې طالبان واک ته رسېدلي لایې هم د بیرته پرانیستلو په موخه مثبته پرېکړه نه دی شوې.