هلمند کې یو پولیس افسر د طالبانو تر شکنجې وروسته روغتون کې ساه ورکړې

اطلاعات روز: هلمند ولایت پنځمي حوزي کې د تېر حکومت یو پولیس افسر څو ورځې مخکې د ځایي طالبانو لخوا نیول شوی و او تر سختو شکنجو ورسته یې  په روغتون کې ساه ورکرې.

اطلاعات روز ته یوه سرچینه تاییدوي چې یاد کس د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې.

وژل شوی کس شیرمحمد نومیږي چې په تیر حکومت کې یې د هلمند امنیه قومندانۍ په پنځمه حوزه کې دنده ترسره کوله.

د راپورنو پر بنسټ یاد پولیس افسر څو ورځې وړاندي طالبانو لخوا نیول شوی و، او تر څو ورځو بند او شکنجو وروسته یې روغتون ته  بیولی و چې په روغتون کې یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

له کومه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي په ګڼو ولایتونو کې یې د تیر حکومت نظامي کسان په بیلا،بیلو نومونو نیولي او بیا یې وژلي دي.

د طالبانو مشر په بار، بار د خپلو کسانو غوښتنه کړي ده چې عمومي عفوې ته ژمن اوسي او د تیر حکومت کسانو ته زیان ونه رسوي مګر بیا هم دغه سرغړونې دوام لري.