ای پي ایل؛ نن د ۵ افغان لوبغاړو په شتون کې پیلېږي

اطلاعات روز: ټاکل شوې (ای پي ایل) یا د هند غوره لیګ کرېکټ سیالۍ نن (شنبه ۱۴۰۱، ۶ د وري – ۲۰۲۲، ۲۶ مارچ) د پنځه افغان لوبغاړو شتون کې پیل شي.

سږ‌کال دغه لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي لوبیږي، چې نن د کابل پر وخت ۵:۳۰ دقیقې د کلکتې نایټ رایډرز او د چینای سوپر کینګز په لوبې سره پېلېږي. په دغه لوبغاړو کې ( راشد خان، نور‌احمد لکڼوال، رحمان‌الله کوربز) یوازې ګجرات ټایټنز ته لوبه کوي.

پخپله ګجرات ټایټنز لوبډله سږکال په لومړي ځل د هند غوره لیګ کې لوبیږي.

رحمن الله ګربز د هند غوره لیګ د بولۍ لومړي پړاو کې نه و، اخیستل شوی خو، وروسته ګجرات لوبډلې ځکه واخیست چې انګلنډي لوبغاړي ( جاسون رای) د کورنیو ستونزو له کبله ای پي ایل پریښود.

بل پلوه دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي د (کلکته نایټ رایډرز) او فضل الحق فاروقي ( سنرایزر حیدر اباد) لپاره لوبیږي.

۱۷ کلن نور احمد لکڼوال چې د افغانستان نوولس کلنو ملي لوبډلې غړی او سږ کال (ای پي ایل) کې ترټولو کم عمره بهرنی لوبغاړی دی چې دغه لیګ کې لوبیږي.

هند غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بور‌ډ لخوا پېل شو چې دا یې ۱۵ پړاو دی چې هر کال د می او مارچ میاشتو ترمنځ کېږي چې د تیر کال اتلولۍ یې چینای سوپر کینګز ګټلې وه.