ننګرهار: پر طالبانو وسله‌وال برید شوی

اطلاعات روز: جلال اباد ښار کې د یو وسله وال برید پرمهال  دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۶ د حمل) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «زرین اباد» سیمه کې یو ناپیژنده وسله وال کس پر طالب سرتیرو ډزې کړي، چې پرمهال یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینې د نورو مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل چې د یادې پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پېښې له ځایه ورته د ۳ تنو مړي او دوه ټپیان راوړل شوي چې ټول طالبان دي.

 تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.