پارک

طالبانو تفریحي پارکونو ته تګ لپاره اونۍ کې درې ورځې ښځو ته ځانګړې کړې

اطلاعات روز: د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت تفریحي پارکونو ته ورتګ لپاره د ښځو او سړیو مهالوېش اعلان کړی چې له مخې یې اونۍ کې درې ورځې ښځینه او څلور ورځې سړي جلا جلا تللی شي.

یاد وزارت نن (یکشنبه، د وري ۷مه) پر ټولنیزو رسنیو یوې خپره‌کړې اعلامیه کې ویلي، چې د يکشنبې، دوشنبې او سه‌شنبې ورځې به د ښځینه‌وو او د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې ورځې به د سړیو لپاره ځانګړې وي.

اعلامیه وایي چې ښځې باید په شرعي حجاب کې ولاړې شي او له سړیو ورخوا طالبان هم نه شي کولی چې ښځو ته په ځانګړو شویو ورځو کې تفریحي پارکونو ته ورشي.

اعلامیه زیاتوي که سړیو ته په ځانګړو شویو ورځو کې طالبان یادو پارکونو ته ورځي، باید وسلې او نظامي یونیفورم باید و نه لري او په وینا یې چې د سرغړونې په صورت کې به د پارکونو مالکانو او مسوولینو سره قانوني چلند وشي.

د طالبانو یاد وزارت د کابل ولایت سیاحتي ځایونو لکه د پغمان درې، شکردرې، استالف درې او نورو په اړه ویلي چې که کورنۍ ورځي باید ښځې شرعي حجاب مراعت کړي او پردیو سره له اختلاطه ځانونه وساتي.

اعلامیه خبرداری ورکوي چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره کېږي او په وینا یې چې بیا د شکایت حق نه لري.