طالب پوځي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.
باختر دولتي خبري آژانس د طالبانو خالد بن وليد د ٢٠١ سيلاب قول اردو د وياند وحيدالله محمدي له قوله خبر ورکړی چې په دې ليږدونکو اسلحو کې ٣٤ میله سپکې او درنې وسلې شاملې دي.
د محمدي په وينا، يو قاچاق وړونکى هم د طالبانو له لوري نيول شوى دى.
طالبانو تر دې مخکې هم پاکستان ته د وسلو د قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړی و.
ویل کېږي چې د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته د پوځي تجهیزاتو یوه برخه د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په افغانستان کې کارول شوې امریکايي وسلې د پاکستان له لارې هندي کشمیر ته لېږدول شوې دي. هندي چارواکو د دغو وسلو د کشف خبر ورکړی.