اطلاعات روز: د اندونیزیا دولت ویلي، چې افغانستان کې له طالبانو سره چار چلند برخه کې په هوښیاري سره قدم پورته کوي.
اندونیزیايي رسنیو نن (دوشنبه ، ۸ د وري) خبر ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو ویلي، هغوئ باید ډاډمن شي، چې د طالبانو نوي حکومت له خپلې پخوانۍ واکمنۍ سره د پام وړ توپیر کړی.
فولکورم خبري اژانس ویلي، اندونیزیا د دطالبانو سرپرست حکومت رسمیت پېژندنې برخه کې محتاطه ده او دغه کار لپاره ځینې لاملونه لري. ددغه چارواکو په خبره له طالبانو سره تعامل د دې لامل کېږي، چې اندونیزیا کې «اسلامي بنسټپالنه» وده ونه کړي.
اژانس وایي، اندونیزیا د ۲۰۲۱ کال ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره خپله سیاسي استازولي پرانیستې ده.
فولکورم خبري اژانس زیاته کړې، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو ال پي مارسودي د ۲۰۲۱ کال اسلامي همکاریو سازمان په فوق العاده ناسته کې ویلي و، چې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل، بشري حقونو ته درناوی په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د دې تضمین چې افغانستان به د ترهګرۍ د ودې پر ځای نه بدلېږي، د اندونیزیا له لوري د طالبانو سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو شرطونه دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو اته میاشتې تېږېږي خو، تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.