اطلاعات روز: افغانستان ته د بشر دوستانه مرستو د جلبولو په موخه په جینوا کې یوه غونډه راتلوونکو دوو ورځو کې د بریتانیا، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د سه شنبې په شپه ( ۹ د وري) اعلان وکړ چې دا غونډه به د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۱۱ بجو په آنلاین ډول جوړه شي.
دا غونډه افغانستان ته د بشري مرستو د جلبولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د جینوا د غونډې مشري په غاړه ولري.
په ۲۰۲۲ کال کې به، په افغانستان کې د بې سارې بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د لویو سرچینو چمتو کول او په ټول افغانستان کې د مرستې رسولو لپاره د بشري شریکانو ظرفیت او ژمنتیا روښانه کول به د دې غونډې تمرکز وي.
دا غونډه په داسې حال کې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو په موخه جوړه شوې، چې اوسمهال ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نور ۹ میلیونه د خوراکي توکو د کمښت له بحران سره مخ دي.