انځور: اطلاعات روز خبریال

هلمند کې یو ځوان تر لفظي شخړې وروسته؛ د ډبرې په ګذار وژل شوی دی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي د یوه څلوارلس کلن ځوان د وژنې په تور یې دوه کسان نیولي دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریس حافظ راشد هلمندی وایي د نیک محمد او جاوید په نومونو دوه کسانو تر لفظي شخړې وروسته د امان الله په نوم یو کس د تیرې چهار شنبې په ورځ ( ۱۰ د وري) وروسته تر غرمې د ډبرو په ګذارونو وژلی دی.

هغه وایي د وژل شوي کس قاتلین یې نیولي اود طالبانو عدلي اوقضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د واک ته رسیدو وروسته د خلکو د وژنو د کميدو خبر ورکوي خو په بیلا، بیلو ولایتونو کې د شخصې دښمنیو وژنو زور اخیستی دی.