انځور: اطلاعات روز خبریال

ننګرهار کې د بزګر ورځ ولمانځل شوه

اطلاعات روز: سږکال دا دودیزه مېله د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د طالب چارواکو، بزګرانو او خلکو په ګډون د کرنیزو توکو په نندارې او د بزګرانو په مارشونو ولمانځل شو.

د انصار په نوم د ننګرهار یو کروندګر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د بزګر ورځې د لمانځنې لپاره يې پوره چمتوالی نیولی دی.

نوموړی خوښ دی چې د دوئ د ورځې یادونه کېږي خو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دوئ تولیداتو ته د بازار ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو د پروسس برخه کې هم د دوئ لاسنیوی وکړي.

انصارالله زیاته کړه: «د بزګر  دورځې نمانځنه ډیره مهمه ده ځکه  دوئ دي چې په کرنیزه برخه کې محصولات ټولنې ته وړاندې کوي او هم د هیواد په اقتصادي برخه کې مهم رول لري، له حکومت غوښتنه کوو، چې د اصلاح شویو تخمونو او نورو کرنیزو وسایلو په برخه کې له بزګرانو سره مرسته وکړي.»

د احمد شاه په نامه د دغه ولایت یو بل بزګران دا ډول نندارتونونه او میلې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره ښه اقدام بولي او  له خلکو هم غواړي، چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره له وطني تولیداتو ګټه واخلي.

احمد شاه زیاتوي: «د کورنیو کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په برخه کې دا ډول نندارتونونه ډیر زیات مهم دي، ځکه په دې سره زمونږ تولیداتو ته بازار موندنه کیږي او هم له خلکو غواړو چې په ورځني ژوند کې د کورنیو کرنیزو تولیداتو ګټه واخلي او خپل تولید ته دې ډیر کار وکړي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار کې د طالبانو د کرنې رئیس مولوي عبدالستار بیا بزګرانو ته د هر راز مرستې ډاډ ورکوي.

نوموړی وایي، هڅه کوي، چې د کروند ګرو لپاره سړې خونې، د غنمو زېرمې، د بسته بندۍ مرکزونه او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي لارې چارې برابرې کړي.

مولوي عبدالستار زیاته کړه:« نن د بزکر ورځ ده او دا ورځ د بزګرانو د تشویق لپاره جوړه شوې ده، د کرنې ریاست په تیرو څو میاشتو کې ننګرهار کې بزګرانو ته شاوخوا ۸۹۰۰ میټرک تنه اصلاح شوي تخمونه ورکړي او همدارنګه د کیمیاوي سرو او نورو کرنیزو وسایلو او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او پروسیس په برخه کې هم کوښښ کوو، چې بزګرانوته اسانتیاوې برابرې شي.»

 که څه هم نړۍ ورځ تربلې پرمخ ځي خو بزګران وایي د افغانستان کرنیز سیستم لاهم پخوانی دی.

د دوی په خبره حکومت ته په کار ده، چې کرنیزه برخه عصري او د هېواد کروندګرو ته کاري زمینې برابرې کړي چې هېواد د کورنیو تولیداتو په برخه کې په ځان بسیا شي.