انځور: اطلاعات روز خبریال

پکتیا کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۰ شبکو کار پیل شو

اطلاعات روز: ډاکار او یونیسیف موسېسې د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز او ۸ ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو د ۱۰ شبکو، جوړولو چارې پیل کړې. 

مسوولین وايي، چې دغه پروژې د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کیږي، چې د دوئ په وینا د پاکو اوبو په برخه کې به د خلکو شته ستونزې تر ډېره هوارې شي. 

د طالبانو لپاره د کلیو او بیارغونې ریاست د برنامو آمر حبیب الله خوشحال وویل، چې دوئ به تر ډېره د پاکو اوبو رسولو یاده پروژه د روغتیايي او تعلیمي مرکزونو لپاره تطبیق کړي. 

هغه وايي: «مونږ د ډاکار او یونیسیف موسېسې په مالي ملاتړ د پکتیا ولایت په مرکز او اتو نورو ولسوالیو کې د پاکو ابو رسولو پروژې نن رسما پیل کړې، چې ۱۶۹۶ کورنیو، ۱۰ ښوونځیو، ۱۰ جوماتونو او ۵ روغتیايي کلینیکونو ته د اوبو نلکې جوړو، چې په دې ټولو ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.»

په همدې حال کې بیا پکتیا کې د ډاکار موسېسې ولایتي مسوول عزت الله سمندري خلکو ته د یادو پروژو پر ښه کیفیت پلې کېدو ډاډ ورکړ او ویویل، چې د دغو شبکو چارې به د ځانګړي ټیم تر نظارت لاندې تر سره کیږي.

نوموړی وايي: «مونږ هڅه کوو، چې په ګردېز او دې ته ورته د احمد ابا، سید کرم او په ټوله کې د ۸ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې همدا پروژه په ښه کیفیت ترسره پلي کړو. مونږ د دغو کارونو لپاره چې باید نظارت یې وشي، یو ځانګړی مسلکي ټیم هم ګمارلی دی.»

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پکتیا کې له تېرو اووه میاشتو راهیسې ځینې پروژې نیمګړې پاتې شوې او د نامالومو دلایلو له امله یې لاهم چارې نه دي بشپړې شوي.