هلمند کې یو کس د تریاکو خوراک له امله وژل شوی دی

اطلاعات روز: هلمند کې طالبان وایي ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند (کمپرک دښت) سیمه کي د کوکنارو یو (نېښګر) د تاریاکو د خوړلو له امله مړ شوی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر محمدقاسم ریاض وایي، دغه نامعلوم هویته کس د کوکواغا دربار ته څيرمه د کوکنارو په یوه پټي کې  نېښګر و.

د هغه په وینا چې مړی یې د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدولی او هڅه کوي خپلوان یې پیدا کړي.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې اوس د کوکنارو د نیښ وهلو او راټولولو وخت دی او زیات ځوانان په نیښ وهلو بوخت دي ترڅو ځان او کورني ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.