اطلاعات روز: ننګرهار کې د تېر نظام د ملي اردو منسوبينو ته د دريو مياشتو معاشونه ورکړل شول.
د معلوماتو له مخې د طالبانو ۲۰۱ خالد بن وليد قلاردو اړوند ټولو لېواء ګانو او جزوتامونو کې د تېر نظام هر منسب دار ته د دريو مياشتو معاشونه اجرا شول.
د طالبانو د عبدالله ابن مسعود درېيمې پلې لېواء قوماندان محمد نظامي نن (شنبه، ۱۳ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې هر منسب دار ته يې د رتبې له مخې په شفاف ډول معاشونه ورکړل.
د ملي اردو منسوبينو د طالبانو له مشرتابه مننه وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې په رارسيدو سره يې معاشونه ورکړل او ژمنه يې وکړه چې په پوره صداقت به خپله دنده مخته يوسي.
هیره دې نه وي چې طالبان د تېر نظام هغه منسوبینو ته معاشونه ورکوي چې اوس مهال ددوئ سره په کډه کار کوي او نظامي ځایونو فعال ساتلو کې مرسته کوي.