عکس: گوگل

د جګړې پاتې شوني؛ هره ورځ د افغان ماشومانو ژوند اخلي

اطلاعات روز: د تېرې جکړې ناچاودیدونکو توکو ملکي کسانو ته سرخوږی جوړ کړی او هره ورځ دغه پاتې شوني افغان ماشومان قرباني کوي.

تېره ورځ ( جمعه، ۱۲ د وري) په دوو جلا، جلا ولایتونو، هلمند او کاپیسا کې ۶ ماشومان ناچاودو توکو وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي چې څلور یې یواځې نجونې دي.

د هلمند ولایت مارجې کمپ سیمه کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یوې نجلۍ په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي او یو هلک او نجلۍ ټپيان دي، په ورته وخت بیا د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د نارنجک زړې مرمۍ چاودنې له امله یو نجلۍ او هلک وژل شوي او یوه بله نجلۍ ټپي شوې.

د طالبانو ځایي مسوولین دواړه پيښې تاییدوي او وايي چې دا ډول پیښې کله نا کله، زړو مرمیو سره د ماشومانو لوبو له امله رامنځته کېږي چې د تېرې جګړې پاتې شوني دي.

زړې مرمۍ او د تیرې جګړې پاتې شوني وخت، نا وخته افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او لوی سرخوږي یې ورته جوړ کړی دی.