انځور: اطلاعات روز خبریال

پکتیا کې د اختطاف شوي ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په «ګردې څېړۍ» ولسوالۍ کې د يو اختطاف شوي ځوان جسد موندل شوی.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند عمر بدري نن دوشنبه (۱۵، د وري) اطلاعات روز ته وويل، د «بيت الله» په نوم په مرموز ډول وژل شوی ځوان د خوست ولايت اوسېدونکی دی، چې د هغه په وينا څو ورځې وړاندې په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو بيولی و، وروسته وژل شوی او جسد يې يوې کندې ته غورځول شوی و.

بدري زياتوي، چې د دې پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان هم نيولي او د څېړنو لپاره يې د خوست امنيتي مسوولينو ته سپارلي دي.

د پکتيا سربېره د سويل ختيځ زون په ځينو نورو ولايتونو کې هم وخت ناوخت جنايي پېښې رامنځته کيږي چې خلک يې له طالب مسوولينو د مخنيوي غوښتنه کوي.