انځور: اطلاعات روز خبریال

ارزګان کې د شري ناروغي ډیره شوې؛ د يوې کورنۍ ۳۴ ماشومان یوځای شري نیولي دي

اطلاعات روز: د صالح محمد په نوم کس د ګرم آب څخه ۳۴ ماشومان چې په شرې اخته دي د درملني په موخه  د ترينکوټ ولايتي روغتون ته راوړي دي.

صالح محمد وايي د دوئ د ټولې سيمې ماشومان دامهال شري نيولي دي او د شري ناروغي له دوئ څخه د ژوند چاري هيرې کړي دي.

هغه وايي سيمي ته يې تراوسه واکسين نه دی ورغلی او لامل يې همدغه دی چې په يوه ځل د دوئ د کورنۍ دومره ماشومان شري نيولي دي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: « ما د خپلې کورنۍ ۳۴ ماشومان روغتون ته راوړي دي او ټول په شري اخته دي، زموږ سیمه لېرې غرنۍ سیمه ده، نږدې روغتون نشته، زیات شمېر نور ماشومان په کلي کې پاتې دي، موږ خپلو ماشومانو ته واکسین نه دی کړی.»

د صالح محمد د کلي يو بل اوسيدونکي شاولي هم د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د خپلو هغو ماشومانو د درملني په موخه راغلی چې شري نيولي دي.

اغاشيرين وايي په کلي کې يو شمير ماشومان د شري ناروغي له امله مړه شوي هم دي او په خبره يې چې تراوسه يې سيمې ته واکسين نه دی ورغلی.

دی وايي په سيمه کې د عامو خلکو لخوا دوئ ته ويل شوي چې خپلو ماشومانو ته باید واکسين ورنه کړي.

هغه وايي:«موږ نه پوهيږو ماشوم به مو تبې ونيوه څه وخت چې به ورباندي تير شو مړ به شو د ټول کلي ماشومان شري نيولي دي د سيمې خلک غريب دي، خلکو ددي لپاره چې د خپل ماشومانو دوا وکړي پیسي يې پور کړي او دلته يې ښار ته خپل ناروغان راوستلي.»

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال اطلاعات روز ته وویل، د نورو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د شري ناروغي څو برابره زیاته شوې ده.

وطنوال وایي:«دلته په ارزګان کې د شري واکسينونه ډير کم دي د خلکو عامه پوهاوی کم دی کورنۍ خپلو ماشومانو ته پاملرنه نه کوي نو، ځکه د پخوا په پرتله د شري ناروغي زياته شوې ده.»

شری یوه ساري ناروغۍ ده او له امله یې ماشومانو ته د عصبي، سینه بغل، تبې او ځینې نورې ناروغۍ پېښېږي.

دارزګان ولايت د عامي روغتیا مسوولین وايي د تيرو کلونو په پرتله په ارزګان کې د شري ناروغي ډيره زياته شوې ده او په خبره يې ډير ماشومان د شري ناروغي له امله مړه شوي هم دي.

د عامي روغتيا ريس ډاکټر محمدالله روحاني وايي  دوئ دغه ستونزه د عامې روغتيا وزارت سره شريکه کړې ده او دامهال د شري واکسين کمپین روان دی.

ارزګان د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکي یې لا هم د بېلابېلو دلیلونو له امله خپلو ماشومانو ته د شري، پولیو او ځینو نورو ناروغیو واکسین نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د واکسين په تيره دوره کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په ۲۴ولایتونو کې د شېري ناروغي واکسین پیل شو، چې پر مهال یې ۱.۲میلیونه ماشومانو ته د واکسين کولو خبر ورکړل شو.

دا واکسین په میدان وردک، بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، هلمند، هرات، جوزجان، کندهار، کاپیسا، خوست، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې ترسره شوی دی.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ادارې له کورنیو غوښتي چې له دې ناروغي څخه د ماشومانو د خلاصون لپاره خپل ماشومان اړوندو روغتونونو ته ورسوي او واکسین یې کړي.