انځور: اطلاعات روز خبریال

د کوکنارو پر کښت بندیز وروسته؛ د اپیمو بیې څو برابره لوړې شوي دي

لوی کندهار کې د اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: له کله نه چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د کوکنارو کښت ممنوع اعلان کړی د اپیمو بیې ورځ تر بلې په لوړیدو دي.

په دغه فرمان کې چې د تيري یکشنبه «۱۴۰۱ کال د وري په ۱۴مه» په کابل کې د طالبانو حکومت، کورنیو چارو وزارت کې د یوې خبري ناستې پر ترڅ کې له رسنیو سره شریک شو، پکې راغلي چې “د کوکنارو کرکېله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منعه ده او هېڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه‌کوي.

تازه د افغانستان د سويلي ولايتونو کروندګر او د نشي توکو کاروباريان وايي د طالبانو لخوا د نشي توکو تر بنديدو وروسته د تاریاکو قيمتونه د پخوا په پرتله زيات لوړ شوي دي.

د نشي توکو کاروباريان وايي د طالبانو لخوا د نشي توکو تر بنديدو وروسته د تاریاکو قيمتونه د پخوا په پرتله زيات لوړ شوي دي

د افغانستان په هلمند کې د نشي توکو يو تن کاروباري سيف الله د اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د ملاهیبت الله تر فرمان وروسته په هلمند کې د نشي توکو قيمتونه دوه برابره شوي دي.

هغه وايي دامهال په هلمند کې د يو کيلو تارياکو قيمت تر ۲۵زره افغانيو پوري رسيږي په داسي حال کې چې په پخوانیو وختونو کې د یو کیلو تاریاکو قیمت ۱۲ زره افغانۍ وه.

نوموړی وايي د افغانستان په سويلي ولايتونو هلمند، ارزګان او کندهار کې له تيرو دوه ورځو راهیسي د نشه یي توکو په ځانګړي توګه د تارياکو قيمتونه تر بل هره وخت لوړ شوي دي.

د نشي توکو دغه کاروباري وايي احتمال شته چې په راتلونکو ورځو کې د تارياکو قيمتونه نور هم جګ شي.

هغه وايي:« کله چې طالبانو په افغانستان کې تارياک بند کړل له هغې ورځې په ټول هېواد کې د تارياکو قيمتونه بیخي زيات لوړ شول يعنې که ووايو يو کيلو تارياک په ۲۵ زره افغانۍ دغه اوس پلورل شوي دی کيدای شي تردي هم لوړ شي.»

هلمند کې د يو کيلو تارياکو قيمت تر ۲۵ زره افغانيو پوري رسيږي په داسي حال کې چې په پخوانیو وختونو کې د یو کیلو تاریاکو قیمت ۱۲ زره افغانۍ وه

په ورته وخت کې بیا کروندګر او هغه کسان چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت کوي پر طالبانو نيوکه کوي چې د بديل کښت پیداکيدو وړاندې يې ورباندې د کوکنارو کرکيله بنده کړې ده.

په هلمند کې يو تن کروندګر سيداغا شيرين وايي که څه هم د تارياکو لوړ قيمتونه به د کروندګرو سره په اقتصادي برخه کې سږ کال مرسته وکړي خو په خبره يې چې که د طالبانو لخوا په دايمي ډول د نشه یي توکو کښت بند شي د کروندګرو پر اقتصادي حالت به زيات منفي تاثير وکړي.

دغه کروندګر پر طالبانو نيوکه کوي چې نړۍ ته د ځان ښه ښودلو په هدف بغير له بديل کښت پیداکيدو څخه په افغانستان د نشي توکو پر کارو بار بنديز لګوي.

هغه له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له خپلې پريکړي پر شاه شي.

که د طالبانو لخوا په دايمي ډول د نشه یي توکو کښت بند شي د کروندګرو پر اقتصادي حالت به زيات منفي تاثير وکړي

نوموړی وايي:« زموږ مصارف بغير له تارياکو څخه بل هيڅ شی نه پوره کوي د طالبانو په دغه پريکړه سخت خپه یو طالبان دې اول د تارياکو بديل پیداکړي وروسته دې  پرموږ د کوکنارو کښت بند کړي.»

په ورته وخت کې د چارو څارونکي وايي طالبان په دي کار سره غواړي نړۍ ته ځانونه ښه ثابت کړي او هغوئ ته وښايي چې دوئ د نشي توکو پر ضد مبارزه کوي.

پولند ميشتی افغان اوسيدونکی ميرويس افغان وايي طالبانو د نشي توکو بنديز تر اعلان مخکي د افغانستان په ښارونو کې په ټيټ قيمت نشه یي توکي له خلکو  څخه پیرلې دي او دامهال يې د خپلې ګټې په هدف د ځان سره ساتلي دي.

هغه وايي طالبان غواړي په دغه ډول فرمان سره هم نړۍ ته ځانونه ښه ثابت کړي او هم د نشي توکو په اړه خپل شخصي اقتصادي حالت ښه کړي.

طالبان په دي کار سره غواړي نړۍ ته ځانونه ښه ثابت کړي او هغوئ ته وښايي چې دوئ د نشي توکو پر ضد مبارزه کوي

مخکې تر دې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، دوئ له هغو کروندګرو سره نرم چلند یا ګوزاره کوي چې کوکنار یې کرلي.

د طالبانو دغه فرمان په داسي حال کې ورکول کيږي چې دامهال د افغانستان په هلمند او کندهار  ولايتونو کې د کوکنارو کښت حاصل ته رسيدلی او ارزګان کې هم نږدې راتلوونکو ورځو کې د کوکنارو نیښ او حاصل ټولونه پیلیږي.

د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کښت بندیز د نړیوالو له هرکلي سره مخ شوی او ویلي یې دي چې طالبان باید دا په عمل کې ثابته کړي نو، وبه کتل شي چې طالبان کولای شي د کرونګرو ستونزو حل ترڅنګ د کوکنارو کښت مطلق بند کړي.