د طالبانو سرپرست حکومت مرکزي بانګ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د روانو بشري مرستو د یوې برخې په توګه نن (سه شنبه، ۱۶ د وري) د ۳۲ میلیونه ډالرو شلمه بسته کابل ته راورسېده.
تر اوسه له ۶۳۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې نغدې پیسې کابل ته انتقال شوې دي. دغه پیسې د افغانستان بین المللی بانک (AIB) ته سپارل شوې دي.
د طالبانو د حکومت مرکزي بانک له مرسته کوونکو هېوادونو مننه کړې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اغېزمن تعامل د اسانتیا په موخه یې له افغانستان سره د بانکي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ کنګل شوې او نړیوالو بانکونو ته د دغه هېواد د لاسرسي مخه ونیول شوه. دغه محدودیت افغانستان دپیسو کمښت سره مخ کړ او د ملي اسعارو د رالویدو لامل شو.
په دې وروستیو کې د نغدي مرستو په را رسیدو سره مرکزي بانک توانیدلی چې د افغانیو د ثبات لپاره څو،څو ځلي ډالر بازار ته وړاندې کړي.