انځور: اطلاعات روز خبریال

پکتيکا کې ۳۰ متره ژورې څاه ته لویدلی  ماشوم ژوندی وژغورل شو

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند «کوټوالو» سيمه کې يو ۹ کلن ماشوم ۳۰ متره ژورې څاه ته تر لويدو وروسته طالبانو په ټپي حالت را ايستلی دی.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر جاويد بدري تېره ورځ (سه شنبه، ۱۶ د وري) رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي، چې ياد ماشوم د اوبو له څاه څخه په ټپي حالت را ايستل شوی، چې د نوموړي په وينا اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پکتيکا دا پېښه په داسې مهال رامنځته کيږي، چې له دې وړاندې په زابل، کندهار او د سويل په ځينو نورو ولايتونو کې هم ماشومان د بېلابېلو پېښو پر مهال څاه ته تر لويدو وروسته مړه را ايستل شوي و.