د ملګرو ملتونو استازولۍ: افغانستان له ښځو پرته پرمختګ نه شي کولی

په اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشره اندریکا راتوات وايي، افغانستان له ښځو پرته پرمختګ نه شي کولی.

هغې نن سهار (پنجشنبه، ۱۸ د وري) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغان مېرمنو اراده د لسیزو جګړو او بې ځایه کېدو سره، سره پرمخ تللې.

راتوات زیاته کړه، چې نن ورځ افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی، د ښځو د زده کړې، کار او د حرکت د ازادۍ حقونه باید خوندي شي.

طالبانو د واک په ترلاسه کولو سره پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.  دغې ډلې تر اوسه نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځي ته لاړې شي او ښځې یې له دولتي کارونو منع کړي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې بشري ناورین ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې ښځې او ماشومان د بشري ناورین دروند بار پر غاړه لري.