پکتيکا کې پاکستان ته د وسلو او نظامي موټر د قاچاق مه ونیول شوه

اطلاعات روز: په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو طالب چارواکي وايي، په پکتيکا ولايت کې يې د يو نظامي موټر او موټر سائيکل په ګډون ګڼ شمېر وسلې چې پاکستان ته قاچاق کېدلې د کشفي راپورونو پر اساس نيولي دي.

د يادې قول اردو څخه نن شنبه «۲۰، د حمل» په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نيول شويو وسايطو او مهماتو کې يو عراده موټر، موټر سايکل، ۱۲ ميله کلاشينکوف، دوه ميله ايم ۱۶، يوه قبضه راکټ، شپني دوربينونه او ځينې نور مواد شامل دي.

خبرپاڼې پدې تړاو د کوم کس د نیول کیدو خبر ندی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سويل ختيځ زون په خوست او پکتيا ولايتونو کې هم ځينې وسلې پاکستان ته د قاچاق پر مهال نيول شوې وې.

خلک دا ډول پېښو اندېښمن کړي او د طالبانو له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي، چې د وسلو د قاچاق مخه دې ونیسي.