انځور: اطلاعات روز خبریال

طالبانو کندهار کې د يوه ماشوم د وژنې په تور څلور کسان نیولي دي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين  وايي څلور کسان يې د يوه قتل په تور نيولي او دامهال يې قضيې تر پلټنې لاندې دي.

د کندهار ولايت د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند محمداصف حکيمي اطلاعات روز ته وويل چې دغوکسانو دوې ورځې مخکي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ  د دوراهي سياه سيمه کې په يوه کور کې يو ماشوم  وژلې و.

هغه وايي نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

حکيمي وايي ډير ژر به دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.هغه ونه وويل چې د ماشوم د وژنې اصلي لامل څه و.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په افغانستان کې د خلکو مرموزې وژنې زياتې شوي دي چې ډيرې يې د پیسو ترلاسه کولو په موخه ترسره کيږي.