انځور: اطلاعات روز خبریال

طالبانو ننګرهار کې د کور په کور تلاشۍ پرمهال ۵۴۵ میله وسلې نیولې دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي کور په کور د تصفیوي عملیاتو د پای ته رسیدو خبر ورکوي او وایي چې ۵۴۵ سپکې او درنې وسلې لاسته راوړې دي.

ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي نن (شنبه۲۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په یادو عملیاتو کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد، (۵۴۵) ميله درنې او سپکې وسلې (۱۱) عرادې وسايط ، ګڼ شمېر مهمات او نظامي تجهيزات نیول شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې په جلال آباد ښار او شاوخوا سيمو کې د شپږ ورځو په موده کې تصفیوي عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسول.

چې په پايله کې دوه تنه هر یو حاجي پاچا ګل ، او احسان الله چې د انسان تښتوونکو له لورې د سره رود ولسوالۍ شيخ مصري سيمه کې په يوه کلا کې ساتل شوي وو، د یادو عملیاتو پرمهال آزاد  او په تور یې یو کس نیول شوی دی.

د هغه د مالوماتو له مخې چې د یادو عملیاتو په جریان کې (۵۴۵ ) ميله بېلابېلې وسلې (۱۱ ) عرادې وسايط، زرګونه فيره د مختلفو وسلو مهمات او ګڼ شمېر بېلابېل نظامي توکي او تجهيزات د طالب ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ننګرهار کې کور په کور عملیات شپږ ورځې مخکې پېل شوي وو، چې نن پای ته ورسیدل.