سبا د عمران خان ځای ناستی ټاکل کېږي

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له ګوښه کیدو وروسته، سبا دوشنبه په دې اړه د پاکستان پارلمان کې رایې اچول کېږي چې راتلونکی لومړی وزیر وټاکي.

جیو نیوز خبر ورکوي چې د پاکستان د پارلمان سکرتریت اعلان کړی، چې کاندیدان کولای شي دوی ته نن (یکشنبه، ۲۱ د وري) د ماسپښین تر ۲:۰۰ بجو پورې د خپلې نوماندۍ اسناد وسپاري. د نوماندانو اسناد به نن د ماسپښین تر۳:۰۰ بجو پورې وڅیړل شي.

ټاکل شوې د پاکستان په پارلمان کې سبا (دوشنبه، ۲۲ د وري) د نوي لومړي وزیر ټاکلو لپاره ټاکنې وشي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته د پارلمان له ۳۴۱ غړو له ډلې څخه ۱۷۴ غړو د نه باور رایه ورکړه او په دې سره عمران خان له واکه لېرې شو. هغه یوازینی لومړی وزیر دی چې د نه باور رای په ورکولو سره له واکه لېرې کېږي.

د پاکستان په ۷۵ کلن تاریخ کې هیڅ لومړي وزیر پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. په دې موده کې د پاکستان لومړي وزیران یا له دندو ګوښه شوي او یا یې هم استعفاوې کړې دي.